په بغلان ولایت کې د نهرین – جلګې سړک د لومړي لاټ د رغونې چارې د ۱۹۲ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

kalim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۱۱:۲۰
په بغلان ولایت کې د نهرین – جلګې سړک د لومړي لاټ د رغونې چارې د ۱۹۲ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په بغلان ولایت کې د نهرین - جلګې عمومي سړک د لومړي لاټ د اساسي رغونې چارې د یاد ولایت د ټولګتو رئیس مولوي عبدالنصیر شیخ زاده او یو شمېر سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې پیل شوې.

د یاد سړک لومړی لاټ چې ۱۲ کیلومتره اوږد والی لري د اساسي رغونې چارې یې د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ د ۱۹۲ میلیونه افغانیو په ارزښت قرارداد شوې دي، چې د ۱۸ میاشتو په موده کې به یې رغنیزې چارې بشپړې شي.

د دغې پروژې په تطبیق د سیمې خلک خوښي څرګندوي او وایې، چې د دا ډول پروژو پلې کیدل د هېواد د پرمختګ لپاره اړین دي.

د یاد سړک د کار په جریان کې به یو شمېر هېواد والو ته د کار زمینه برابره شي او په بشپړېدو سره به یې د درنو هېواد والو په ځانګړي ډول د یاد مسیر څخه د تلوونکو مسافرو د تګ راتګ، د کرنیزو او سوداګریزوتوکو د انتقال ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي.

ټولګټو وزارت تل هڅه کوي، چې د لویو لارو، سړکونو، پلونو، پلګوټو او اوسپنیزې کرښې په ترمیم، رغونې او بیا رغونې سره درنو هېوادوالو، موټر چلوونکو او سوداګروته بشپړې آسانتیاوې رامنځ ته کړي.

...

8 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۵
Background image

په بلخ ولایت کې د بلخ – شبرغان لارې د لومړي لاټ (د کلفت بندر سړک) رغنیزې چارې روانې دي

د بلخ شبرغان لارې لومړی لاټ (د کلفت بندر سړک)، ۲۵ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د څه باندې ۷۵۲ میلیونه افغانیو په ارزښت، د ټولګټو وزارت او د سړک جوړونې له یو خصوصي شرکت سره د ډیزاین بیل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۳:۲۶
Background image

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمدعیسی ثاني د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي علیرضا بیکدلي سره په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې وکتل چې د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۱:۲۰
Background image

په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۲۲۹۵۳۶ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۵ هـ.ش. کال د ثور له ۴مې نېټې څخه  تر ۱۰مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې  ۲۲۹۵۳۶ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۱۵۸۱۳۳ټنه، د. . .

BACK TO NEWS