د سرپل – فاریاب عمومي مسیر د لومړي لاټ رغنیزې چارې د څه باندې ۱ میلیارد او ۲۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

kalim_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۹:۱۱
د سرپل – فاریاب عمومي مسیر د لومړي لاټ رغنیزې چارې د څه باندې ۱ میلیارد او ۲۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په سرپل ولایت کې د افغانستان حلقوي سړک د لومړي لاټ ۳۰ کیلومتره برخې رغنیزې چارې د څه باندې ۱ میلیارد او ۲۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ټولګټو وزارت د تخنیکي مرستیال محترم الحاج مولوي عبدالکریم فاتح، د سرپل ولایت مرستیال والي محترم ملا خال ‌محمد حقاني او یو شمېر سیمه اییزو مسئولینو په شتون کې رسماً پیل شوې.

یاده پروژه د افغانستان حلقوي سړک یو برخه ده، چې ټولګټو وزارت یې اقتصادي او ټولنیز اهمیت ته په کتو د یاد مسیر د لومړي لاټ د ( سرپل – فاریاب ۳۰ کیلومتره سړک) د رغونې چارې پيل کړې دي، چې د ۳۲ میاشتو په موده کې به یې کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د دغه سړک د کار په جریان کې به د سیمې یو شمېر اوسېدونوکو ته د کار زمینه برابره شي او په بشپړېدو سره به یې د فاریاب او سرپل ولایتونو د اوسېدونکو د تګ راتګ او د سواداګریزو توکو او کرنیزو محصولاتو د انتقال ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي.

...

۱ کال 2 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۵:۲۷
Background image

د کندهار – هلمند لویې لارې د دویم لین سړک د آسفالټ چارې پیل شوې

د کندهار – هرات لویې لارې د دویم لین سړک اړوند، د کندهار ولایت له باغ پل څخه د هلمند ولایت تر ګرشک دوراهي سیمې پورې د دویم او درېیم لاټ ۵۲ کیلومتره سړک د رغونې چارې د ا.ا.ا د ټولګټو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۳:۵۴
Background image

په تله میاشت کې د اوسپنیزې لارې څخه ۸۲۸۹۶۸ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۵ هـ.ش. کال د تلې/ میزان مياشتې له پيله تر پايه د افغانستان د اوسپنیزې لارې څخه ۸۲۸۹۶۸ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۵۳۶۴۳۰ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۶۱۹۵۱ ټنه،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۴:۵۱
Background image

د بلخ ولایت د چهار بولک ولسوالۍ سړک د ترمیم او داغګیرۍ چارې د ۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د بلخ ولایت د چهار بولک ولسوالۍ ۶ کیلومتره سړک د ترمیم او داغګیرۍ چارې د ۷ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره قرارداد شوي دي چې دامهال د بلخ. . .

BACK TO NEWS