د ټولګټو وزارت محترم وزیر د بګرام – جبل السراج له دویم لین سړک څخه لیدنه وکړه

kalim_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۸:۴۹
د ټولګټو وزارت محترم وزیر د بګرام – جبل السراج له دویم لین سړک څخه لیدنه وکړه

د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملامحمدعیسی ثاني پروان ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې پرون د جمعې په ورځ د بګرام – جبل السراج له دویم لین سړک څخه په داسې حال کې لیدنه وکړه، چې د پروان ولایت د ټولګټو رییس محترم مولوي عزت الله عارف هم شتون درلود.

محترم وزیر صاحب د یاد سفر په ترڅ کې د دغه سړک د قراردادي شرکتونو له مسئولینو او د تطبیق له ټیمونو سره وکتل او هغوی ته یې د کار د چټکتیا، د غوره کیفیت او پر وخت د بشپړولو په اړه لازمې لارښوونې وکړې او د پروان ولایت د ټولګټو رئیس او تخنیکي کارکوونکو ته یې دنده وسپارله، څو له یادې پروژې څخه په دوامداره او منظم ډول څارنه او نظارت ترسره کړي.

د یاد سړک هغه برخې چې د رغونې چارې یې تر اوسه بشپړې شوې نه وې او خلکو او موټرچلوونکو ته یې ترافیکي ستونزې رامنځته کړې وې، د اساسي رغونې چارې یې د پخواني ساختماني او سړک جوړونې شرکت سره د ۳۴۲ میلیونه افغانیو په ارزښت بیا قرارداد شوې دي.

د بګرام– جبل السراج دویم لین سړک د پروان ولایت له بګرام دوه لارې څخه پیل بیا تر جبل السراج ولسوالۍ پورې غځول کیږي، چې شاوخوا ۲۵.۶ کیلومتره اوږدوالی او ۱۰.۲ متره پلنوالی لري او د افغانستان د مرکزي او شمالي ولایتونو ترمنځ د ترانسپورتي نښلونې په برخه کې مهم او اساسي رول لري.

...

10 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۸:۱۸
Background image

د غزني–ښرنې سړک د ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا په اړه د ټولګټو وزارت ټینګار

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، محترم الحاج معاون ملا عبدالجبار، د غزني–ښرنې سړک ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا او د کیفیت د ارزونې په موخه، د فردوس هېواد او راشد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۸:۴۰
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر محترم خواجه عوضوف سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او دواړو لورو د ګډو اقتصادي، سوداګریزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۴:۲۵
Background image

د غزني – ښرنې لویې لارې د ترمیم پروژه د ټولګټو وزارت له لوري په چټکۍ سره جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د غزني – ښرنې لویې لارې د ۴۵ کیلومتره برخې د ترمیم پروژه، د څه باندې ۱۴۵ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې ده او دا مهال یې عملي. . .

BACK TO NEWS