د هېواد دلویو لارو او سړکنو د نن ورځې وضعیت

kalim_admin
د هېواد دلویو لارو او سړکنو د نن ورځې وضعیت

نن ورځ د هېواد په ډېری ولایتونو کې آسمان شین دی او د هېواد ګڼ شمېر لویې لارې او سړکونه د ترافیکو پرمخ پرانیستي دي. د سالنګونو لویې لارې په ګډون د هېواد په ټولو لویو لارو کې د وسایطو تګ راتګ په نورمال ډول جریان لري.

په همدې حال کې د سرپل ولایت د بلخاب – سنچارک ولسوالۍ لاره او د غور ولایت د درې کرګوش مسیر تر اوسه د ترافیکو پر مخ تړلي دي، او د دغو لارو د بېرته پرانیستلو هڅې په جدي توګه روانې دي، تر څو ژر تر ژره د وسایطو د تګ راتګ پرمخ پرانیستل شي.

د یادونې وړ ده، چې د فاریاب ولایت د ګرزیوان، بلچراغ او فردوس ولسوالیو لارې د باروړونکو وسایطو پر مخ تړلې دي.

د ټولګټو وزارت ولایتي پرسونل په غور، فاریاب، سرپل، سمنګان، میدان وردګ او ننګرهار ولایتونو کې د رسوبي موادو په پاک کارۍ بوخت دي، او همدارنګه د سیلابونو له امله ویجاړې شوې  لارې او سړکونه بیرته ترمیموي.

...

7 میاشتې 2 اونی ago

...

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۴۳
Background image

د هېواد دلویو لارو او سړکنو د نن ورځې وضعیت

نن ورځ د هېواد په ډېری ولایتونو کې آسمان شین دی او د هېواد ګڼ شمېر لویې لارې او سړکونه د ترافیکو پرمخ پرانیستي دي. د سالنګونو لویې لارې په ګډون د هېواد په ټولو لویو لارو کې د وسایطو تګ . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۳۱
Background image

د هېواد د سړکونو او لویو لارو د نن ورځې وضعیت

د وروستیو ورښتونو، سېلابونو، طوفان او غر ښویېدنې له امله په ځینو ولایتونو کې یو شمېر مسیرونه موقتاً د ترافیکو پرمخ تړل شوي دي.

د سالنګونو لویه لار، د کابل – جلال آباد لویه لار، د . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۲۴
Background image

د هېواد د لویو لارو او سړکونو د نن ورځې وضعیت

د بارانونو ورېدو، د سېلابونو راوتلو او د غر ښویېدنې له امله، د کابل جلال‌آباد لویه لاره د تنګي غارو په سیمه کې د ترافیکو پر مخ تړلې ده. د ټولګټو وزارت عملیاتي ټیمونو له پرون راهیسې د . . .

Back to announcements