د ټولګټو محترم وزیر جنوب لوېدیځ زون ته د سفر په ترڅ کې د یو شمېر پروژو له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه

kalim_admin
شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۵:۳۸
د ټولګټو محترم وزیر جنوب لوېدیځ زون ته د سفر په ترڅ کې د یو شمېر پروژو له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، جنوب لوېدیځ زون ته د خپل کاري سفر پر مهال، چې یو شمېر رئیسانو او تخنیکي انجینیرانو یې ملتیا کوله، د یو شمېر رغنیزو پروژو له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه.

د ټولګتو وزارت محترم وزیر په دغه سفر کې د شمال – جنوب دهلیز د یوې برخې ( د کندهار – ارزګان ۵۰ کیلومتره سړک)، د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ اړوند د سرکاري باغ – خواجه ملک پل پورې د ۹.۳ کیلومتره سړک د رغونې له چارو او د غه راز د کندهار ولایت د بای پاس ( حلقوي سړک) د لومړي لاټ ۲۱ کیلومتره سړک، چې د سروې چارې یې بشپړې او د ډیزاین چارې ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي لیدنه وکړه.

 د دغو پروژو چارې د ټولګټو وزارت له لوري له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې وې او دا مهال په بېلا بېلو پرمختګونو سره په چټکۍ سره جریان لري.

د ټولګټو محترم وزیر د پروژو انجینرانو، تخنیکي ټیمونو، د پروژو مسؤلینو او د څارنې ټيمونو ته لارښوونه وکړه، چې د دغو پروژو چارې د ټولګټو وزارت د تخنیکي معیارونو او مهالوېش سره سمې پر مخ یوسي او د پروژو کار پر وخت او د انجنیري معیارنو سره سم  بشپړ کړي.

د یادو پروژو مسوولینو ډاډ ورکړ، چې د پروژو چارې به په ټاکلي وخت او معیارونو سره بشپړې کړي.

 دا په داسې حال کې ده، چې د ټولګټو وزارت محترم وزیر د تیرې پنجشنبې په ورځ د کابل - کندهار لویې لارې په اوږدو کې د پنځو جوماتونو د جوړولو پروژو له کاري بهیر څخه هم لیدنه او ارزونه کړې وه.

...

9 میاشتې 3 اونی ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۵۸
Background image

د ټولګټو وزیر د خواف – هرات د اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، د هېواد جنوب لوېدیځ زون ولایتونو ته د خپل کاري سفر په دوام، په یادو ولایتونو کې د یو شمېر بنسټیزو پروژو له ارزونې او لیدنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۱۶
Background image

د جلال آباد - تورخم سړک د قیر اچونې چارې پیل او دا مهال عملاً جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د جلال آباد - تورخم  لویې لارې دویم لین سړک د اساسي رغونې چارې له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې وې، چې دا مهال يې  کار عملاً جریان لري.

یاده پروژه ۷۳ کیلوم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۵:۸
Background image

د ټولګټو وزیر د میل ۷۸ ابو النصر فراهي سړک له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، د یو تخنیکي پلاوي په مشرۍ، جنوب لوېدیځ زون ته د خپل کاري سفر په دوام د فراه ولایت د میل ۷۸ ابو نصر فراهي سړک د رغنیزو چارو له جریان. . .

BACK TO NEWS