د ټولګټو وزیر د کندهار - هلمند لویې لارې د ترمیم او بیارغونې او د ګرشک – موسی کلا سړک د رغونې پروژو له کاري بهیر څخه

kalim_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۸:۳۲
د ټولګټو وزیر د کندهار - هلمند لویې لارې د ترمیم او بیارغونې او د ګرشک – موسی کلا سړک د رغونې پروژو له کاري بهیر څخه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، جنوب لوېدیځ زون ته د خپل کاري سفر پر مهال، چې یو شمېر رئیسانو او تخنیکي انجینیرانو یې ملتیا کوله، د کندهار - هلمند لویې لارې د اساسي ترمیم او بیارغونې او د ګرشک – موسی کلا سړک د رغونې پروژو له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه.

د ټولګټو محترم وزیر د یادو پروژو انجینرانو، تخنیکي ټیمونو، د پروژې مسؤلینو او د څارنې ټیمونو ته لارښوونه وکړه، چې د دغو پروژو چارې په ټاکلي وخت او د انجینرۍ له معیارونو سره سمې بشپړې کړي.

د کندهار ـ هلمند لویې لارې دغه برخه د ۸۵ کیلومترو په اوږد والی سره د کندهار ولایت د باغ پل له سیمې څخه پیل او د هلمند ولایت تر دوه‌لارې سیمې پورې غځېږي. د یادې پروژې رغنیزې چارې په دوو لاټونو کې روانې دي، چې لومړی لاټ ۴۰ کیلومتره او دویم لاټ ۴۵ کیلومتره اوږدوالی لري.

د یادې پروژې د لومړي لاټ چارې ۷۵ سلنه او د دویم لاټ چارې ۶۹ سلنه بشپړې شوې دي او پاته چارې یې جریان لري.

همدارنګه، د هلمند - موسی کلا سړک ټولټال ۴۶.۵ کیلومتره اوږدوالی لري چې دا مهال یې د لومړي لاټ ۲۰ کیلومتره سړک او دویم لاټ ۲۶.۵ کیلومتره سړک رغنیزې چارې له بېلابېلو فزیکي پرمختګونو سره جریان لري او د یادې پروژې په اوږدو کې د ګڼ شمېر پلګوټو د رغونې کار هم شامل دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د ټولګټو وزارت محترم وزیر د تیرې پنجشنبې ورځې راهیسې د جنوب لوېدېځ زون د دیو شمیر نورو پروژو له کاري بهیر څخه هم لیدنه او ارزونه کړې وه.

...

۱ کال ago

...

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۴
Background image

د کابل – غزني دویم لین سړک د څلورم لاټ د ۲۲.۳ کیلومتره برخې د اسفالت د دویمې طبقې چارې پیل شوې

د کابل – غزني دویم لین سړک د څلورم لاټ ۲۲.۳ کیلومتره برخې د اساسي رغونې چارې د ټولګټو وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ قرارداد شوې وې، چې د یادې برخې د اسفالت د لومړۍ طبقې چارې تر ٨.٣. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۱۸
Background image

د دایکندي ولایت د شهرستان ولسوالۍ پر سړک د ګارډرېلونو د نصب پروژه چارې پیل شوې

د دایکندي ولایت د شهرستان ولسوالۍ پر سړک، له کُهنه‌ده نیلي سیمې څخه تر بند برلان بازار پورې د سړک په اوږدو کې د ګارډرېلونو (کټارو) د نصب پروژه، چې ۹۶۰ متره اوږدوالی لري او د ۵ میلیونه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۹:۳
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر د چک – دایمیرداد سړک له رغنیزو چارو څخه لیدنه او ارزونه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمدعیسی ثاني د یاد وزارت د تخنیکي رئیسانو په ملتیا میدان وردګ ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د چک – دایمیرداد سړک له رغنیزو چارو څخه لیدنه او ارزونه. . .

BACK TO NEWS