په چنګاښ میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۱۶۳۰۰مټریک ټنه انتقالات شوي دي

kalim_admin
شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۳:۴۵
په چنګاښ  میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۱۶۳۰۰مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۵ هـ.ش. کال د چنګاښ مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۱۶۳۰۰ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۴۸۳۳۸۸ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۶۰۵۴۶ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۷۱۹۰۵ ټنه او د خواف –هرات  له لارې ۱۰۰۴۶۱ ټنه انتقالات شوي، چې ټولټال ۷۱۶۳۰۰ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

 د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په چنګاښ مياشت کې ۲۸۳۸ټنه  صادرات شوي چې دانارو  جوس دي.

 هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

د ا.ا.ا دټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته لا زياتې اسانتياوې رامنځته کړي.

...

11 میاشتې 4 اونی ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۵۰
Background image

د اوسپنې پټلۍ معینیت د ټولګټو وزارت څخه د مستقلې ادارې په توګه جلا او نوی رییس ورته معرفي شو

د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر بنسټ د اوسپنې پټلۍ معینیت د ټولګټو وزارت څخه د مستقلې ادارې په توګه جلا او د همدې حکم په اساس محترم الحاج مولوي عبد الکریم فاتح چې مخکې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۸:۴۱
Background image

د سالنګونو لویې لارې د بیارغونې چارې په چټکۍ سره جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، د هېواد شمالي ولایتونو ته د خپل کاري سفر په دوام، په داسې حال کې چې یو تخنیکي ټیم یې هم ملتیا کوله، د شمالي سالنګ او جنوبي سالنګ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۱۳:۱۴
Background image

د ټولګټو محترم وزیر په بغلان ولایت کې د دهنه‌غوري سړک د جوړولو له پروژې څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو محترم وزیر، الحاج ملا محمد عیسی ثاني، شمالي ولایتونو ته د خپل سفر په لړ کې، چې تخنیکي ټیم یې هم ملتیا کوله د بغلان ولایت په دهنه‌غوري ولسوالۍ کې د ۱۷.۶ کیلومتره سړک د. . .

BACK TO NEWS