د ټولګټو وزارت له لوري د تخار ولایت د خواجه غار -دشت قلعې ۱۷ کیلومتره سړک د قیر اچونې چارې پیل او دا مهال جریان لري
د تخار ولایت د خواجه غار – دشت قلعې ولسوالۍ د ۱۷ کیلومتره سړک د جوړولو پروژه د څه باندې ۶۵۸ میلیونه او ۵۹۴ زره افغانیو په ارزښت د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ قرارداد شوې ده، اوس مهال یې د قیر اچونې چارې پیل شوې دي او په منظم ډول جریان لري.
دغه سړک د خواجه غار ولسوالۍ څخه پیل او تر دشت قلعې ولسوالۍ پورې غځېدلی، چې په اوږدو کې یې د ۱۴ پایو پلګوټو او ۶.۱۵۰ کیلومټره د سړک غاړې کانکریټي ویالو جوړول هم شامل دي. اوس مهال د ۹ پایو پلګوټو او ۱.۲۴۰ کیلومتره ویالو د جوړولو چارې بشپړې شوې دي او د پاتې برخو کارونه هم په چټکۍ سره جریان لري.
د دغه سړک د چارو په جریان کې د سیمې یو شمېر ماهر او غیر ماهر کارګرانو ته د کار زمینه برابره شوې او د چارو په بشپړېدو سره به یې د تخار ولایت مرکز ته د یادو ولسوالیو د اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزې راکمې شي او همدارنګه د کرنیزو محصولاتو او سوداګریزو توکو د لېږد بهیر به اسانه شي.
