په بغلان کې د یو ۶۸ متره پُل چارې ۲۸ سلنه کاري پرمختګ لري
دغه کانګریټي پُل چې ۶۸ متره اوږدوالی لري، د بغلان مرکزي ولسوالۍ د قندهاري او صاحب زاده ها کلیو ترمنځ رغېږي، چې تردې دمه یې د جوړېدلو چارې ۲۸ سلنه کاري پرمختګ لري
د یاد پُل د جوړیدو تړون د ۳۹ میلیونه افغانیو په ارزښت له یو ودانیز شرکت سره شوی او ټول مالي لګښت یې د افغانستان دولت له پرمختیایي بودیجې څخه ورکول کېږي
د یادولو وړ ده، چې د دغې پروژې د کار پر مهال د اړوندو سیمو خلکو ته ۲۰۱۷ کاري ورځې هم رامنځته شوي
د ټولګټو وزارت مطبوعاتي څانګه