په سرطان مياشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۳۶۵۷۱۴) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۰ - ۱۵:۴۷
په سرطان مياشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۳۶۵۷۱۴) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د سرطان مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۳۶۵۷۱۴) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د حیرتان بندر له لارې (۳۰۰۹۶۵) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۲۸۲۹۹) ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې (۳۳۴۵۵) ټنه او د خواف-هرات بندر له لارې (۲۹۹۵) ټنه، چې ټولټال (۳۶۵۷۱۴) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په سرطان مياشت کې (۱۰۷۵۰) ټنه صادرات شوي، چې لویه برخه یې وچه مېوه، معدني ډبرې او د انارو جوس دي.
هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.
درنو تجارانو! که غواړئ خپل سوداګريز توکي په خوندي، ارزانه او چټکه توګه د ريل پټلۍ له لارې انتقال کړئ، نو همدا اوس په مرکز کابل او ولايتونو کې د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې معینیت له آړوند مسوولينو سره په آړيکه کې شئ.
کابل: 0202320933
بلخ: 0792008090
هرات: 0793500545
فارياب: 0794050003
ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي.
 

1 year ago

.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۴:۵۲
Background image

کار اعمار لات اول مسیر جانی‌خیل – تروه (قمرالدین) ولایت پکتیکا به طول ۲۰ کیلومتر آغاز و عملا جریان دارد

کار اعمار لات اول مسیر جانی‌خیل – تروه (قمرالدین) ولایت پکتیکا به طول ۲۰ کیلومتر، به ارزش تخمینی ۵۰۱ میلیون و ۶۶۰ هزار افغانی میان وزارت فواید عامه ا.ا.ا و سکتور خصوصی قرارداد شده است و. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۲:۴۱
Background image

در ماه اسد از طریق خطوط آهن ۷۰۴۳۰۰ متریک تُن انتقالات صورت گرفته است

از آغاز الی ختم ماه اسد سال ۱۴۰۵هـ.ش. از طریق خطوط آهن افغانستان ۷۰۴۳۰۰متریک تُن انتقالات صورت گرفته است.

در این میان از طریق بندر حیرتان ۴۶۴۷۶۷تُن، بندر آقینه ۳۹۸۳۱تُن، بندر تورغندی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۲:۳۶
Background image

کار ترمیم و بازسازی ۱۷ کیلومتر سرک مسیر عمومی گردیز – خوست آغاز شد

کار ترمیم و بازسازی ۱۷ کیلومتر سرک مسیر عمومی گردیز – خوست که به ارزش ۱۲۲ میلیون و ۳۹۸ هزار افغانی میان وزارت فواید عامه ا.ا.ا و سکتور خصوصی قرارداد شده بود، که روز گذشته با حضور محترم. . .

BACK TO NEWS