د آسیا پراختیايي بانک د برنامو د تنظیم دفتر (PMO)

د ټولګټو وزارت د آسیا پراختیايي بانک د برنامو د تنظیم دفتر

پېژندنه :

د آسیا پراختیايي بانک د برنامو د تنظیم دفتر (PMO) د ټولګټو وزارت په چارچوب کې د ټولو هغو پروژو د تطبیق مسولیت لري، چې د ADB له لورې تمویلیږي. دغه دفتر په ۲۰۰۴ م کال کې د برنامو د تنظیم په نوم د ټولګټو وزارت په چوکاټ کې او د اسیا پراختیایي بانک تر مستقیم نظارت لاندې د پروژو د چارو د ښه والي لپاره ددې وزارت د تمویل کوونکي ADB  او د اړونده څانګو/ وزارتونه د اړیکو لپاره رامنځته شو، چې وروسته په 2009   م کال کې د لویو ترانسپورټي او عامه المنفه پروژو په بشپړیدو سره یې پراختیا ومونده او د آسیا پراختیايي بانک د برنامو د تنظیم دفتر په نامه (PMO) ونومول شو. ددې دفتر ټول فعالیتونه او پروژې د بلاعوضه (غیر اختیاري) بودیجې  له لوري  تمویلیږي.

د برنامو د تنظیم دفتر (PMO) د مختلفو څانګو درلودونکی دی، چې په هغه کې فني یا انحینري دیپارټمنټ، د پروژو د مدیریت دیپارټمنټ، مالي دیپارټمنټ، اداري دیپارټمنټ، د تدارکاتو دیپارټمنټ، د پلان جوړونې او راپور ورکوونې دیپارټمنټ شامل دي.

لید لوری :

د ترانسپورټي زیربناو رامنځته کول او ساتل، چې په اغیزمنه توګه د افغانانو لپاره اقتصادي، پراختیایي، روغتیایي، زده کړې او د هغوی هوساینې ته وده ورکړي.

دنده :

د حکومت او ملت د ګډې ژمنې او د هیواد په سطحه اساسي  خدمتونه  او د غوره سیستم جوړونې له چمتو کولو څخه اطمینان حاصلول.

موخې :

د آسیا پراختیايي بانک د برنامو د تنظیم دفتر (ADB) په پام کې لري، چې د آسیا پراختیایي بانک په بشپړ ملاتړ سره په افغانستان کې د ترانسپورتي شبکو جوړول پراخ کړي، چې د پروژو په ټولو برخو کې هر اړخیز فعالیت لري. دا مهال ۲.۵۰۹ ملیاردو ډالرو پروژې یې بشپړې کړې او لرلې یې دي.

حکومت او خلک :

دغه دفتر د وزارت د مقام  په رهبرۍ له خلکو سره  مخاطب او همکاري کوي.

د ټولګټو وزارت په چارچوپ کې یې دندې او صلاحیتونه :

د آسیا پراختیایي بانک کې د شاملو برنامو د پروژو تطبیق کول.

رول او مسولیت :

د آسیا پراختیايي بانک د برنامو د تنظیم دفتر (PMO) د ټولګټو وزارت په چارچوب کې د ټولو هغو پروژو د تطبیق مسولیت لري، چې د ADB له لورې تمویلیږي.

سرچینې او زیربنا :

د آسیا پراختیايي بانک (ADB) او د ټولګټو وزارت

10 months 4 weeks ago

.