د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا- د 1405 مالي کال لپاره د ترانسپورټ او میخانیکي چارو د تنظیم ریاست د اړتیا وړ710 قلمه پرزه جاتو د پېرودنې او ترمیماتو پروژه د مطلق مؤجلې بیعې پر اساس
Publish Date
Closing Date
په همدې وسیله ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د 1405 مالي کال لپاره د ترانسپورټ او میخانیکي چارو د تنظیم ریاست د اړتیا وړ 710 قلمه پرزه جاتو د پېرودنې او ترمیماتو پروژه د مطلق مؤجلې بیعې پر اساس د پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي، چې د MOPW/1405/G-52 /NCB تشخصیه نمبر لرونکی ده، د رحمت حیمد لیمتډ شرکت ته، چې جواز شمېره یې (4555) ده او د شرکت پته یې : کابل ښار مرکز د دویمې ناحیې اړوند د قوای مرکز سیمې د خراسان سوداګریز مرکز کې موقعیت لري، د قراردادونو د قانون له مخې چې قیمت یې ( 7,138,080) افغانۍ دي په قرارداد ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو (5) تقویمي ورځو پورې خپل اعتراض په لیکلي ډول، له اړوندو دلایلو سره یوځای د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د ملالۍ واټ د کورنیو چارو پخواني وزارت پر سړک، د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې ترڅنګ موقعیت لري وسپاري.
دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنا نه ده، او د پورته یادې شوې مودې تر بشپړېدو او د راتلونکو قانوني اجراآتو تر بشپړېدو پورې به قرارداد نه لاسلیک کېږي.
