هلمند: د سنګین دوه لارې – سنګین ولسوالۍ پورې د غځېدلي سړک د ترمیم کار دوام لري
![هلمند: د سنګین دوه لارې – سنګین ولسوالۍ پورې د غځېدلي سړک د ترمیم کار دوام لري](/sites/default/files/2023-02/whatsapp_image_2023-02-18_at_12.13.04_pm.jpeg)
د ټولګټو وزارت له لوري د هلمند ولایت د سنګین دوه لارې څخه د سنګین ولسوالۍ تر مکز پورې د غځېدلي ۳۶.۸ کیلومتره قیر سړک د ویجاړو برخو او ویجاړو پُلګوټو د اساسي ترمیم کار دوام لري.
د یاد سړک د ویجاړو برخو له اساسي ترمیم سره به د سنګین ولسوالۍ د اوسېدونکي ترانسپورتي ستونزې د پخوا په پرتله هواري شي او په اساني سره به تګ راتګ وکړي.