په ننګرهار کې د دوه پایو پُلونو د ترمیم کار بشپړ شو
د ننګرهار ولایت د سرخ رود ولسوالۍ د سرخ آب پُل استنادي او بولډر دیوال او د ښیوې ولسوالۍ د کنډۍ پُل د لاندې برخې پرش چارې بشپړي شوې.
د یادو پروژو رغنیز کار د ټولګټو وزارت لخوا له خصوصي ودانیزو شرکتونو سره تړون شوې و، چې د کار په جریان کې د سرخ رود او ښیوې ولسوالیو یو شمیر اوسیدونکو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.
د یادو پلونو له ترمیم سره به کنډۍ او سرخ آب سیمو د اوسیدنکو د تګ راتګ ستونزې د پخوا په پرتله کمي شي.