کونړ: له رسوبي موادو څخه د دانګام او اسمار ولسوالیو سړک د پاکولو کار جریان لري
د کونړ ولایت د ټولګټو ریاست لخوا؛ د دانګام او اسمار ولسوالیو د عمومي سړک پاکولو شولډرونو ترمیم او د ویالو پاکولو کار جریان لري.
د دغه ولایت د دانګام او اسمار ولسوالیو عمومي سړک، د ورستیو اورښتونو او سیلابونو پرمهال له خاورو او سیلابونو له پاتي شونو څخه ډک شوی، چې خلکو ته یې د تګ راتګ پرمهال ستونزې رامنځته کړي وې.
د خلکو د یادې ستونزې د هوارولو په موخه د ټولګو ریاست له لوري یې د پاکولو او ترمیم کار روان دی.