د دوامداره اصلاحاتو او تخنیکي همکاریو پروژه
د دوامداره اصلاحاتو او تخنیکي همکاریو پروژه مخینه
پېژندنه
یاده پروژه د ټولګټو او ماليې وزارتونو د ګډ رسمې تفاهم پر بنسټ او د ټولګټو وزارت د ریاستونو له اړتیا سره سم د کاري ظرفیتونو د لوړولو او د ګټورو خدمتونو د چمتو کولو په موخه پیل شوې ده، چې وروسته د ۱۳۹۱/۰۴/۱۸ نیټې د ټولګټو وزارت پر وړاندیز او د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ۸۸۸ ګڼې حکم پر بنسټ د کاري ظرفیتونو د لوړولو، د مسلکي کادرنو د خوندې کول او په ټیټ لګښت سره د بنسټيزو پروژو پلي کول او د دې وزارت د پراختیایي بودیجې د مصرف د کچې په زیاتوالي کې مهم رول تر سره کوي، چې له هغه وروسته د ټولګټو وزارت د رهبرۍ د پریکړې پر بنسټ د یادې پروژې نوم تغیر او د اصلاحاتو او دوامداره تخنیکي همکاریو د پروژې په نوم ونومول شوه او خپل فعالیتونه یې په دې نامه په منظم ډول پیل کړل، چې هر کال د وزارت د ریاستونو له اړتیا سره سم د دې پروژې لخوا د ځانګړي کمیټي په جوړښت د کارکونکو د لاسته راوړنو د څیړلو څخه وروسته د هغو تقرر د وزارت د مقام لخوا ټاکل کیږي، او په بېلابېلو وختونو کې یې لاسته راوړنې څیړل کیږي . له پایلو سره سم یې د تړون یا قرارداد تمدیدیږي او هوکړه لیک یې د اړوندو ریاستونو، د ټولګټو وزارت او د ماليې محترم وزارت او نورو اړوندو ادارو له منظوريدو وروسته د دولت په پراختیایي بودیجه کې تر (AFG/420-320) کوډ کې د اړتیاوړ مبلغ د دولت له بودیجې څخه دغه پروژې ته په ذکر شوي کوډ کې اضافه کیږي .
لید لوری
د کاري ظرفیتونو د لوړولو، د مسلکي کادرنو د خوندې کول او په ټیټ لګښت سره د بنسټيزو پروژو پلي کول او د دې وزارت د پراختیایي بودیجې د مصرف د کچې په زیاتوالي کې مهم رول تر سره کوي.
هر کال د وزارت د ریاستونو له اړتیا سره سم د دې پروژې لخوا د ځانګړي کمیټي په جوړښت د کارکونکو د لاسته راوړنو د څیړلو څخه وروسته د هغو تقرر د وزارت د مقام لخوا ټاکل کیږي، او په بېلابېلو وختونو کې یې لاسته راوړنې څیړل کیږي.
رول او مسولیت
د ټولګټو وزارت په چوکاټ کې دوامداره اصلاحاتو او تخنیکي همکاریو پروژه فعالیت لري، چې بنسټیزې موخې یې په بېلابېلو برخو کې، لکه د سروې او ډیزان، د پروژې جوړونې، د سړک د پروژو ساتنه او څارنه، د کیفیت تضمینول، تدارکات، مطبوعات، د شننې او پالیسۍ، د بشري سرچینو، د (NTA) او مالي کارکونکو په برخو کې د ځوانو مسلکي کادرونو استخدام، د تخنیکي همکارۍ او تخنیکي مشورو رامنځته کول دي.
موخې
دا پروژه د وزارت له اړتیا او لیدلوري سره سم، د یوه کاري طرزلعمل د نوم په تغیرولو سره لاندې موخې تعقیبوي.
- د اصلاحاتو رامنځته کول او د مسلکي او متخصصو افرادو د استخدام له لارې په ادارې او تخنیکي برخو کې د ادارې له اهدافو سره سم چې د ( سیمه اییز نښلون، ملي نښلون، د نښلون پرمټ اقتصادي میکانیزم، د سیمه اییز نښلون له لارې جغرافیایي محرومیت له منځه وړل او د ټرانسپورټي اسانتیاو رامنځته کول دي.
- د ادارې د پراختیا په برخه کې د موجودو او نویو پالیسیو په رڼا کې د وزارت د سټراټیژیک پلان ته په کتو د رغنده همکاریو ترسره کول.
- د وزارت تر کار لاندې پروژو د کیفیت لوړول او د لګښتونو راټيټول.
- د کارکونکو د مسلکي سطحې د لوړولو لپاره د ښوونیزو پراوګرامونو رامنځته کول.
- د بشرې سرچینو همغږي کول او د (NTA) کارکونکو په استخدام کې د روڼتیا له رامنځته کولو څخه ډاډ ترلاسه کول.
- د الیکترونیکي سیسټم ( بریښنایي حکومتدارۍ ) له لارې د روڼتیا تضمینول او د اطلاعاتو ته لاس رسی.
دنده
ټولګټو وزارت د ریاستونو له اړتیا سره سم د کاري ظرفیتونو لوړول، د مسلکي کادرنو خوندې کول او د ګټورو خدمتونو وړاندې کولو په موخه پیل شوې ده.
حکومت او خلک
د دوامداره اصلاحاتو او تخنیکي همکاریو د پروژې؛ د ټولو هغو ژمنو ته واداره ده، چې د حکومت له لوري یې خلکو ته ژمنې ورکړل شوې او
زیربنایي سرچینې
ددې پروژې مالي لګښت د افغانستان د حکومت له لوري تمویلیږي.