بامیان: اختیاران او کج شیرتو کلیو ته ورغځېدونکی سړک ۶۵ سلنه جوړ شوی
د بامیانو له مرکز څخه اختیاران او کج شېرتو کلیو ته ورغځېدونکی ۷.۳۸ کیلو مټره جغلي سړک تر دې مهاله ۶۵ سلنه کاری پرمختګ لري او چارې یې په نورمال ډول پر مخ روانې دي.
د یاد سړک د رغنیزو چارو تړون د ټولګټو وزارت له لوري له دوو سیمه ییزو پرمختیایي شوراګانو سره لاس لیک شوی چې د رغنیز کار پر مهال یې د اړوندو سیمو ګڼ شمېر خلکو ته کاري زمینه رامنځته کړې ده.
د دې پروژې له بشپړیدو سره به د بامیانو مرکز ته د یادو کلیو د اوسېدونکو د تګ راتګ واټن را لنډ، ټرانسپورټي ستونزې یې کمې او عامه خدماتو ته به یې لاسرسۍ اسانه شي.