د بامیانو په مرکز کې یوه پایه تله فعاله شوه
د ټولګټو وزارت له لوري د لوړ تناژ باروړنکو موټرو د وزن د کنترول او د سړکونو له ویجاړېدو څخه د مخنیوي په موخه د بامیانو ولایت د مرکز اړوند په شش پُل دری لاره کې، یوه پایه تله (ترازو) فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.