ملت ته د دولت د حساب ورکولو پروګرام په بهیر کې ټولګټو وزارت کلنۍ راپور وړاندې کړ

ashraf_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۲ - ۱۵:۴۸
ملت ته د دولت د حساب ورکولو پروګرام په بهیر کې ټولګټو وزارت کلنۍ راپور وړاندې کړ

ملت ته د دولت د ځوابي پروګرام په لړ کې، نن ورځ دوشنبه د ټولګټو وزارت د فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور د دغه وزارت د مسؤولینو له لوري د حکومت د طلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د رسنیو په شتون کې له ملت سره شریک شو.  

په همدې مناسبت جوړ شوې کنفرانس کې د ټولګټو وزارت تخنیکي معین محترم مولوي عبدالکریم  فاتح، د تدارکاتو رئیس محترم زمان الدین حبیبي او د وزارت یو شمېر نورو تخنیکي رئیسانو ګډون کړی وو. 

 د ټولګټو وزارت تخنیکي معین محترم عبدالکریم فاتح، وویل: د ا،ا،ا ټولګټو وزارت سربېره پر دې، چې له اقتصادي تحریمونو سره مخ وو؛ خو بیاهم توانېدلی دی، چې په دوو لاټونو کې د سالنګونو لويې لارې د ۸۰ کیلومتره سړک او په اوو (۷) لاټونو کې د کابل – کندهار لویې لارې او د کندهار – اروزګان او اروزګان دهراود ۱۷۰ کیلومتره سړک په شمول د ٧٨١ کیومتره سړکونو او لویو لارو د اساسي ترمیم او بیارغونې کار پیل کړي. 

هغه وویل؛ په تېر ۱۴۴۴ هـ ق کال کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې ۵۲۷.۸ کیلومتره سړک سروې، ۲۰۹ کیلومتره سړک ډیزاین شوی، همدارنګه ۶۳۶.۸ متره پولونه او ۱۴۵۰ متره استنادي دیوالونو د سروې او ډیزاین کار هم بشپړ شوی دی. 
همدارنګه د ټولګټو وزارت تخنیکي معین؛ د ۴ سوه زره امریکايي ډالرو په ارزښت د کندهار – هرات پر لویه لار د باغ پل ۱۵۳ متره پله د بیارغونې کار د بشپړېدو، د نیمروز په سرشیله سیمه کې د ۳۰۰ متره اوسپنیز کانکریټي پُل او په فراه ولایت کې د شیخ ابو نصر فراهي (میل ۷۸) سړک د دوو لاټونو (۳۴ او ۲۳ کیلومتره) د کار له جریان څخه یادونه وکړه او زیاته یې کړه: چې په ۳۴ ولایتونو کې ۱۲۵ پروژې د شاوخوا ۴۲۱ میلیونه افغانیو په ارزښت تطبیق شوې دي، چې پرمهال یې ۱۰ زره کسانو ته په مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده. 

محترم فاتح صاحب زیاته کړه؛ چې ټاکلي اندازې څخه د لوړ تناژ باروړونکو موټرو د مخنیوي او سړکونو او لویو لارو د خوندیتوب په موخه، چې ملي شتمني ده، ټولګټو وزارت په ۲۱ ولایتونو کې ۴۱ تلې فعاله کړي او په پلان کې ده، چې په راتلونکي کې په ۳۱ ولایتونو کې ۷۶ نورې تلې هم فعاله شي، هغه دغه راز وویل: چې د پروژو د غوره او باکیفیته تطبیق په موخه یې د هېواد په ۵ زونونو کې لابراتوارونه فعاله کړي او دا مهال د ازمایش (ټیسټ) کچه له څلور ډوله څخه ۴۰ ډولونو ته پورته کړې ده. 

ورپسې، د ټولګټو وزارت د تدارکاتو رئیس زمان الدین حبیبي د وزارت  د راتلونکو پلانونو په اړه وویل: چې دغه وزارت د ټولو هغو پروژو د کار د بشپړولو پلان لري، چې دا مهال یې کار جریان لري، هغه زیاته کړه، چې وزارت پلان لري ترڅو له تېر حکومت څخه د پاته هغو نیمګړو پروژو چارې پیل کړي، چې ډېر فزیک پیشرفت ولري.

د دغه خبري کنفرانس په پای کې د خبریالانو او رسنیو د استازو پوښتونو ته په تفصیل سره ځوابه ورکړل شو. 

د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

1 year 1 month ago

.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۴:۲۹
Background image

کار دو پروژه حفظ و مراقبتی به ارزش مجموعی ۱۹ میلیون افغانی در ولایت بغلان آغاز شد

پروژه ترمیم و داغگیری شاهراه عمومی پلخمری – کندز به ارزش ۱۷میلیون افغانی و پروژه ساخت دیوار های استنادی شاهراه پلخمری – دوشی در ساحه کفتر خانه بطول ۳۵ متر به ارزش ۲میلیون افغانی، از سوی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۱:۱۸
Background image

رئیس عمومی اداره راه آهن به‌منظور اشتراک در نشست منطقه‌ای سازمان همکاری‌های اقتصادی (ایکو) عازم قزاقستان شد

محترم الحاج مولوی عبدالکریم فاتح، رئیس عمومی اداره راه آهن ا.ا.ا، در رأس یک هیئت تخنیکی، به‌منظور اشتراک در نشست منطقه‌ای سازمان همکاری‌های اقتصادی(ایکو)، عازم کشور قزاقستان شد.

قرار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۳
Background image

رئیس جدید تضمین کیفیت پروژه‌های وزارت فواید عامه معرفی شد

بر اساس پیشنهاد وزارت فواید عامه و حکم شماره (۲۳۷۸) مورخ (۲۵/۴/۱۴۴۸) مقام عالی ریاست‌الوزراء، محترم انجنیر محمد اکبر فایق در بست دوم  به‌ حیث رئیس جدید تضمین کیفیت پروژه‌های وزارت فواید. . .

BACK TO NEWS