په نورستان ولایت کې د ۹۰ متره استنادي دېوال د رغونې کار پیل شو:

د نورستان ولایت د مرکز پارون اړوند په پشکي کلي کې د (٩٠) متره استنادي دیوال پروژې کار پیل شو.
د استنادي دیوال دا پروژه؛ د څه باندې ٤ میلیونه افغانیو په ارزښت، د ټولګټو وزارت لخوا له یوه خصوصي ساختماني شرکت سره قرارداد شوې.
د یادې پروژې د کار په جریان کې به د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شي او له بشپړېدو سره به یې د پارون عمومي سړک له ډېر تخریب څخه مخنیوی وشي.