په باميان ولايت کې د دوو پروژو رغنیزې چارې د څه باندې ۱۹ ميليونه افغانيو په ارزښت جریان لري

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۳ - ۱۴:۵۸
په باميان ولايت کې د دوو پروژو رغنیزې چارې د څه باندې ۱۹ ميليونه افغانيو په ارزښت جریان لري

د ټولګټو وزارت له لوري په باميان ولايت کې د دوو پروژو رغنیزې چارې د څه باندې ۱۹ ميليونه افغانيو په ارزښت پيل او دامهال یې چارې مخ پروړاندې روانې دي.
په یادو پروژو کې چې د يو شمېر پلګوټو او استنادي دېوالونو د رغونې کار هم شامل دی، لومړۍ پروژه؛ د باميان - پروان ۹.۵ کيلومتره سړک ترميم او قير اچونه ده چې د ټولګټو وزارت او سړک جوړونې شرکت ترمنځ د  ۱۶۲۹۰۳۱۵ افغانيو په ارزښت قرارداد شوې ده.
همدارنګه دوهمه پروژه، د ۹۰ کيلو متره په اوږدوالي سره د باميان - يکاولنګ سړک ترميم او بيا رغونه ده چې د ټولګټو وزارت او ميوند نيلي ودانيز او سړک جوړونې شرکت ترمنځ د ۳۸۱۹۳۸۵ افغانيو په ارزښت قرارداد شوې ده، چې د یادو پروژو کار عملاً جریان لري.

د یادونې وړده چې د دغو پروژو د کار له بشپړيدو سره به د خلکو ترانسپورتي ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي او خلک به په آسانۍ سره تګ راتګ وکړي. 
 

10 months 2 weeks ago

.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۰:۴۸
Background image

کار اعمار لات اول سرک پروان–کوه صافی به طول ۲۰ کیلومتر جریان دارد

وزارت فواید عامه ا.ا.ا کار اعمار لات اول سرک پروان–کوه صافی به طول ۲۰ کیلومتر را در ولایت پروان به ارزش بیش از ۶۴۱.۶ میلیون افغانی با سکتور خصوصی قرارداد نموده است و اکنون کار  این. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۸:۱۸
Background image

تأکید وزارت فواید عامه بر تسریع کار پروژه ترمیم سرک غزنی–شرنه

محترم الحاج معاون ملا عبدالجبار، معین حفظ و مراقبت سرک‌های وزارت فواید عامه ا.ا.ا،مسوول شرکت قراردادی فردوس هیواد و راشد رحیم‌زی را به دفتر خود فراخوانده و در مورد تسریع جریان کار پروژه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۸:۴۰
Background image

وزیر وزارت فواید عامه با سفیر ترکمنستان در کابل دیدار نمود

محترم الحاج ملا محمد عیسی ثانی، وزیر وزارت فواید عامه ا.ا.ا، با محترم خواجه عوضوف سفیر ترکمنستان مقیم کابل در دفتر کارش دیدار نمود و دو طرف در مورد همکاری‌های مشترک اقتصادی، تجارتی و. . .

BACK TO NEWS