د قرارداد د ورکړې د تصميم خبرتيا؛د جلال آباد - تورخم لویې لارې (د ترافیکي اشارو د نصبولو، د سړکونو د ګارډریلونو د نصبولو د قرارداد خبرتیا!

kalim_admin
د قرارداد د ورکړې د تصميم خبرتيا؛لارې (د ترافیکي اشارو د نصبولو، د سړکونو د ساتونکو ګارډریلونو د نصبولو قرارداد)

د تدارکاتو قانون د (۲) فقرې د (۴۳) مادې له مخې، ټولګټو وزارت په پام کې لري، چې د جلال آباد - تورخم لویې لارې (د ترافیکي اشارو د نصبولو، د سړکونو د ګارډریلونو د نصبولو قرارداد) چې د MOPW/1403/W-19/NCB)) تشخیصيه نمبر لرونکی دی؛ د جلال آباد - تورخم عامه لویه لارې له (000+0 – 200+72) کيلومترو څخه د صافي متحد ساختماني او لوژستیک شرکت ته چې د D-22776)) جواز نمبر لرونکی دی او د کنړ ولایت په مرکز کې موقعیت لري؛ د تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره سم په ټولیزه توګه د (27,915,260) افغانيو په مبلغ په قرارداد ورکړي.

هغه حقيقي او حکمي اشخاص چې په دې برخه کې کوم اعتراض ولري؛ کولی شي خپل اعتراضونه د تدارکاتو قانون د ۵۰ مادې سره سم په ليکلي ډول د دې اعلان د خپریدو له نیټې څخه تر اوو تقویمي ورځو پورې د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې په ملالۍ واټ کې د کورنیو چارو د پخواني وزارت د ملي احصايې او معلوماتو ادارې ته څېرمه موقعیت لري، وړاندې کړي.

دا خبرتيا د تړون د پای ته رسیدو معنی نه لري، پرته له دې چې پورته ذکر شوې نیټه بشپړه شي او راتلونکي قانوني پروسې به قرارداد پای ته ونه رسوي.

3 months 3 weeks ago

.

آخرین اطلاعیه ها

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۳:۲۵
Background image

اطلاعیه وزارت فواید عامه در مورد مسدود شدن شاهراه سالنگ‌ها!

وزارت فوایدعامه ا.ا.ا پلان دارد تا بر اساس مشخصات تخنیکی داخل تونل شاهراه سالنگ‌ها و در گالری‌های ۱۵ و ۱۶ بالای طبقات کانکریتی یک لایه قیر (آسفالت) محافظتی نماید.

به همین اساس، این . . .

بازگشت به اطلاعیه ها