د سالنګونو لویې لارې څخه د تېردونکو وسایطو په تړاو د ټولګټو وزارت خبرتیا!

media_admin
د سالنګونو لویې لارې څخه د تېردونکو وسایطو په تړاو د ټولګټو وزارت خبرتیا!

 د ا.ا.ا ټولګټو وزارت د سالنګونو لویې لارې د پاتې برخو د اساسي بیارغونې کار پیل کړی دی، چې د کار د ښه ترسره کیدو په موخه د يادې لويې لارې اصلي مسير د وسایطو د تګ راتک پرمخ تړل کیږي.

په همدې اساس مسافر وړونکي وسایط د (۳۰۳ ، ۴۰۴ ، ۵۸۰) وسایطو په شمول کولای شي، چې د یادې لویې لارې له چمتو شوي بدیل( فرعي) مسیر څخه له دواړو خواوو، په ۲۴ ساعته ډول تګ راتګ وکړي او ټولو بار وړونکو وسایطو ته په نوبتي ډول یوه شپه له شمال څخه جنوب او بله شپه له جنوب څخه شمال لوري ته  په اصلي مسیر د تګ اجازه ورکول کیږي.
 ټولګټو وزارت له درنو هیوادوالو څخه غوښتنه کوي، چې د يادې لويې لارې د کار د ښه ترسره کیدو په موخه دې د جوزا مياشتې له ۳مې نيټې، د اصلي مسیر د روان کال د کاري پلان تر بشپړیدو پورې له حوصله مندۍ څخه کار واخلي.

د یادونې وړده، چې ټولګټو وزارت د سالنګونو لويې لارې اړوند د یو شمېر برخو د کانکریټ اچونې کارد تیر کال بشپړ کړی دی.

1 year 1 month ago

.

آخرین اطلاعیه ها

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۵۹
Background image

شاهراه کابل–جلال‌آباد در منطقه تنگی ابریشم به‌روی ترافیک مسدود شده است

شاهراه کابل–جلال‌آباد در پی بارندگی‌های پی‌هم و لغزش کوه، در منطقه تنگی ابریشم به‌روی ترافیک مسدود شده است. تیم‌های عملیاتی وزارت فواید عامه بمنظور پاکسازی و بازگشایی این شاهراه در ساحه . . .

بازگشت به اطلاعیه ها