د کار موندنې خبرتیا!

Publish Date
Closing Date
ټولګټو وزارت د افغانستان اسلامي امارت د تګلاری له مخې کار اهل کار ته دسپارلو، دیوې سالمې او مسلکي ادارې د جوړلو او د مسلکي، متخصص او وړ کسانو د جذب په موخه، د ترانسپورت او میخانیکي سمون ریاست لاندې ماشینری لکه:ګریډر، لوډر، اسکواتور، بلډوزر، دمترک ... او داسی نور، (۹) تخنیکي(مستري) قراردادي (NTA) بستونه د آزادی سیالی له لاری د لسو(۱۰) کاري ورځو لپاره اعلان ته سپاري په تجربو او شرایطو برابر نوماندان کولای شي د کارموندنې فورمې د ۲۴/۳/۱۴۰۴ نیټې څخه تر ۳/۴/۱۴۰۴ پورې د هارډ کاپي په ډول د ټولګټو وزارت، د کارکونکو چارو ریاست، د استخدام آمریت څخه ترلاسه کړي او یاده فورمه وروسته له ډکولو بیرته یادې څانګې ته په حضوری ډول تسلیم کړي.