په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۰۴۱۷۹) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

kalim_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۷ - ۱۱:۳۷
په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۰۴۱۷۹) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د سنبلې له ۲۸مې څخه د ميزان تر ۳مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۰۴۱۷۹) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۷۳۰۸۰) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۴۵۲۷) ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې (۱۶۷۷۴) ټنه او د خواف–هرات له لارې (۹۷۹۸) ټنه انتقالات ترسره شوي، چې ټولټال (۱۰۴۱۷۹) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تیره اوونۍ کې (۱۹۳) ټنه صادرات شوي، چې لويه برخه یې وچه مېوه او د آنارو جوس دي.

هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي او د ملي عوايدو د زياتوالي په موخه د ريل پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د لیږد-رالیږد بهیر روان او چټک وساتي.

1 month 2 weeks ago

.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۹:۵
Background image

معین خط آهن و هیئت همراه شان در کنفرانس و نمایشگاه بین ‌المللی خطوط آهن در شهر ابوظبی اشتراک نمودند

محترم الحاج مولوی محمد اسحاق صاحبزاده معین خط آهن وزارت فواید عامه ا.ا.ا و هیئت همراه شان در کنفرانس و نمایشگاه بین ‌المللی خطوط آهن در شهر ابوظبی امارات متحده عربی اشتراک نمودند.

در. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۱:۲۹
Background image

کار ترمیم اساسی سرک غزنی – شرنه بطول ۴۱ کیلومتر به ارزش ۱۴۵ میلیون افغانی آغاز شد

از سوی وزارت فواید عامه ا.ا.ا بمنظور حل مشکلات و فراهم نمودن سهولت های رفت و آمد هموطنان عزیز کار ترمیم اساسی  ۴۱ کیلومتر سرک غزنی – شرنه به ارزش ۱۴۵ میلیون افغانی آغاز شد.

در مراسم. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۳ - ۱۲:۲۲
Background image

در هفته گذشته از طریق خط آهن (۹۷۵۲۲) متریک تُن انتقالات صورت گرفته است

در هفته گذشته از تاریخ (۴ الی ۱۰ ميزان، سال ۱۴۰۴ هـ.ش.) از طریق خطوط آهن وزارت فوایدعامه افغانستان (۹۷۵۲۲) متریک تُن انتقالات صورت گرفته است.

در این میان از طریق بندر حیرتان (۷۳۸۲۵) تُ. . .

BACK TO NEWS