په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۴۷۱۹۴) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

kalim_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۱:۴۹
په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۴۷۱۹۴) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د عقرب له ۲۳مې څخه د عقرب تر ۲۹مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۴۷۱۹۴) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۱۰۴۳۱۳) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۸۳۹۶) ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې (۱۵۳۲۸) ټنه او د خواف–هرات له لارې (۱۹۱۵۷) ټنه انتقالات ترسره شوي، چې ټولټال (۱۴۷۱۹۴) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تیره اوونۍ کې (۳۲۷) ټنه صادرات شوي، چې د انارو جوس دي.

هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي او د ملي عوايدو د زياتوالي په موخه د ريل پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د لیږد-رالیږد بهیر روان او چټک وساتي.

2 months 4 weeks ago

.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۱:۵۱
Background image

در هفته گذشته از طریق خط آهن (۱۴۷۱۹۴) متریک تُن انتقالات صورت گرفته است

در هفته گذشته از تاریخ (۲۳ الی۲۹ عقرب، سال ۱۴۰۴ هـ.ش.) از طریق خطوط آهن وزارت فوایدعامه افغانستان (۱۴۷۱۹۴) متریک تُن انتقالات صورت گرفته است.

در این میان از طریق بندر حیرتان (۱۰۴۳۱۳) ت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۱۳:۲۷
Background image

کار اعمار ۲۰ کیلومتر سرک موسی‌کلا – گرشک در ولایت هلمند آغاز شد

از سوی وزارت فوایدعامه ا.ا.ا کار اعمار ۲۰ کیلومترِ لات اول سرک موسی‌کلا – گرشک در ولایت هلمند با حضور داشت شماری از مسئولان محلی، متنفذین قومی و باشندگان محل رسماً آغاز گردید.

این. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۵:۱۹
Background image

وزیر فوایدعامه از جریان کار شاهراه سالنگ‌ها بازدید نمود

محترم الحاج ملا محمدعیسی ثانی، وزیر فواید عامه ا.ا.ا، روز ګذشته (جمعه) از بخش‌های مختلف شاهراه سالنگ‌ها دیدار نمود.

وزیر فواید عامه در این سفر، از جریان کار سه بخش شاهراه سالنگ‌ها، بخش. . .

BACK TO NEWS