د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د دایکنډي ولایت د اشترلي ولسوالۍ د سړک پر مسیر، د تالِج – خوشک په سیمه کې د لذیر سیند پر سر د نوي پل د جوړولو د پروژې قرارداد
Publish Date
Closing Date
په همدې وسیله د تدارکاتو د اصولو له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د دایکنډي ولایت د اشترلي ولسوالۍ د سړک پر مسیر، د تالج – خوشک په سیمه کې د لذیر سیند پر سر د نوي پل د جوړولو د پروژې قرارداد، چې د (MOPW/1405/W-014 /NCB) تشخصیه نمبر لرونکی دی، د تدارکاتو اصولو له مخې نوین ګستر ساختماني او سړک جوړونې شرکت، چې د D-61108) جواز شمېرې لرونکی او د بامیان ولایت په مرکز کې موقعیت لري ، د قراردادونو د قانون له مخې چې قیمت یې 22100000 افغانۍ دی په قرارداد ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو (5) تقویمي ورځو پورې خپل اعتراض په لیکلي ډول، له اړوندو دلایلو سره یوځای د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د ملالۍ واټ د کورنیو چارو پخواني وزارت پر سړک، د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې ترڅنګ موقعیت لري وسپاري.
دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنا نه ده، او د پورته یادې شوې مودې تر بشپړېدو او د راتلونکو قانوني اجراآتو تر بشپړېدو پورې به قرارداد نه لاسلیک کېږي.
