د پنجشیر والي د ټولګټو له وزیر سره د سړکونو د رغونې او بیارغونې په موخه وکتل

Anonymous (not verified)
شنبه ۱۴۰۰/۱/۱۴ - ۱۷:۲۲
د پنجشیر والي د ټولګټو له وزیر سره د سړکونو د رغونې او بیارغونې په موخه وکتل

 

د تولګټو وزارت وزیر انجنیر نجیب الله یمین نن ورځ په خپل کاري دفتر کې د پنجشیر ولایت له والي انجنیر کمال الدین نظامي سره د یاد ولایت د مرکز او پریان ولسوالۍ د سړکونو د بیارغونې په پار ولیدل.

د لېدنې په پیل کې د پنجشیر والي ښاغلي نظامي د ټولګټو وزارت له شته رهبرۍ څخه مننه وکړه او هم یې ورنه د پریان ولسوالۍ له خاوک ـــ پُل شال زور پورې د غځیدلي سړک د بیارغونې غوښتنه وکړه، دغه راز ښاغلي نظامي په ورته مهال له ګلبهار ـــ دوابي درې او یو شمېر نورو سړکونو د رغیدو غوښتنه وکړه.

په ورته مهال د تولګټو وزیر نجيب الله يمين د پنجشير والي ته ښه راغلاست ووایه او ویې وویل: پنجشیر د له مهمو ولایاتو څخه دی، چې د پلازمېنې کابل سربیره ورته د هېواد له یو شمېر نورو ولایاتو هم ګڼ سیلانیان د لېدو په پار ورځي.

ښاغلي يمين د پنجشیر والي ته ډاډ ورکړ، چې د ټولګټو وزات له تګ لارې سره سم به د پنجشیر او ورته نورو ولایاتو سړکونه به په اساسي ډول رغول کېږي.

د وري ۱۴مه، ۱۴۰۰

ټولګټو وزارت ـــ مطبوعاتي څانګه

 

9 months 3 weeks ago

.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۵۸
Background image

وزیر فواید عامه ازجریان کار قطعه چهارم خط‌آهن خواف- هرات بازدید کرد

محترم الحاج ملا محمد عیسی ثانی، وزیر فواید عامه‌ا.ا.ا، در ادامه‌ی سفر کاری خود به ولایات زون جنوب‌غرب کشور، پس از بازدید و ارزیابی شماری از پروژه‌های زیربنایی درین ولایات، به ولایت هرات. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۱۶
Background image

کار قیرریزی سرک جلال‌آباد – تورخم آغاز و عملاً جریان دارد

کار اعمار اساسی لین دوم شاهراه جلال‌آباد – تورخم از سوی وزارت فواید عامه ا.ا.ا با سکتور خصوصی قرارداد شده بود که اکنون عملاً جریان دارد.

این پروژه ۷۳ کیلومتر طول دارد و کار بخش‌های. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۵:۸
Background image

وزیر محترم فواید عامه از جریان کار اعمار سرک میل ۷۸ ابونصر فراهی بازدید کرد

محترم الحاج ملا محمد عیسی ثانی وزیر فواید عامه ا.ا.ا، در ادامه سفر کاری خویش به زون جنوب‌غرب کشور، در حالیکه وی را یک تیم تخنیکی همراهی می نماید، از جریان کار اعمار سرک میل ۷۸ – ابونصر. . .

BACK TO NEWS