د چغچران ـ ګردندیوال سړک دویمه برخه په میدان وردګو ولایت کې ۷۱ سلنه کاري پرمختګ لري

Anonymous (not verified)
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۸ - ۱۶:۳۶
د چغچران ـ ګردندیوال سړک دویمه برخه په میدان وردګو ولایت کې ۷۱ سلنه کاري پرمختګ لري

د چغچران ـ ګردندیوال پروژې دویم لاټ سړک چې ۶۰ کیلومتره اوږدوالی او ۱۱ متره پلنوالی لري، اوس مهال یې رغنیزې چارې له ۷۱ سلنه کاري پرمختګ سره دوام لري.

د چغچران ګردندیوال پروژې دویمه برخه ۵۵ کیلو متره په میدان وردګو او ۵ کیلو متره په بامیانو ولایت تر کار لاندې ده چې د ختیځ ـ لویدیځ دهلېز یوه مهمه برخه ګڼل کیږي

د ختیځ – لودیځ دهلېز د افغانستان د ځمکني ټرانسپورټ یوه له بنسټیزو پروژو څخه بلل کیږي چې له ننګرهار ولایت څخه پیل، د لغمان، کابل، میدان وردګو، بامیانو او غور ولایت څخه په تېرېدو سره تر هرات ولایت پورې رسی.

د دې دهلېز ډېرې برخې جوړې شوې او پر ځینو یې په میدان وردګو، غور او هرات ولایتونو کې کار روان دی خو ځینې نورې برخې یې تر سروې، ډیزاین او تدارکاتي پړاو لاندې دي.

د ختیځ – لودیځ دهلېز د افغانستان له لارې د سیمې د نښلېدو یوه له نږدې او مهمو لارو څخه ګڼل کیږي چې په جوړېدو سره به یې تور غونډۍ بندر له طورخم بندر سره ونښلي.

4 months ago

.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۲۳
Background image

دو تن از رؤسای وزارت فواید عامه تغییر و تبدیل شدند

بر اساس پیشنهاد وزارت فواید عامه ا.ا.ا و حکم شماره (۴۵۴۱) مورخ (۱۴۴۷/۶/۲۹) مقام عالی ریاست‌الوزرا، محترم انجنیر عبدالواسع صابری که قبلا به حیث رئیس مصونیت و حفاظت حریم سرک‌های وزارت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۳:۵۷
Background image

کار اعمار پل دوم کمپنی مسیر شاهراه کابل – کندهار تکمیل شد

کار اعمار پل دوم کمپنی در امتداد لین دوم شاهراه کابل–غزنی (مسیر شاهراه کابل–کندهار) از سوی وزارت فواید عامه ا.ا.ا، به ارزش ۶۰ میلیون افغانی تکمیل گردیده و در حضور محترم الحاج مولوی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۱:۳۹
Background image

کار بازسازی پلان‌شده سال روان شاهراه سالنگ ها تکمیل گردید

شاهراه سالنگ یکی از مهم‌ترین و اساسی‌ترین شاهراه‌های ترانزیتی افغانستان به‌شمار می‌رود که پایتخت کشور را به ولایت‌های شمالی و شمال شرقی وصل میسازد.

این شاهراه بزرگ ترانزیتی از طریق. . .

BACK TO NEWS