د کرکېټ بورډ اجراییه رییس د ټولګټو له وزیر سره وکتل

Anonymous (not verified)
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۸ - ۱۹:۳۳
د کرکېټ بورډ اجراییه رییس د ټولګټو له وزیر سره وکتل

د ټولګټو وزیر انجنیر نجیب الله یمین د کرکېټ بورډ له اجراییه رییس ډاکټر حامد شینواري سره په لیدنه کې پر دوه اړخیزو همکاریو ټینګار وکړ.

په دې لیدنه کې د ټولګټو وزیر کرکېټ د هیوادوالو د یوالي لپاره غوره لوبه وبلله او زیاته یې کړه چې د افغانستان کرکېټ په لنډ وخت کې ډېر پرمختګ کړی خو اړتیا ده چې دا پرمختګ نور هم ګړندی وساتل شي.

ښاغلي وزیر زیاته کړه چې په افغانستان کې ډېر ځوانان د کرکېټ سره علاقه لري او له همدې کبله تکړه کسان پکې پیدا کېدی شي چې د کرکېټ بورډ پام ور اوښتل ورته اړین دی.

په ورته وخت کې د کرکېټ بورډ اجراییه رییس بیا د ټولګټو وزارت د رهبرۍ له لوري رامنځته شوي وروستي اصلاحات او پرمختګونه وستایل او زیاته یې کړه چې په کرکېټ بورډ کې هم ګڼ اصلاحات رامنځته شوي او لا هم د پراختیا په حال کې دي.

ډاکټر شینواري همدا شان زیاته کړه چې کرکېټ بورډ اوس ډېره پانګونه په لوبو کې پر غوره مدیریت او تنکیو ځوانانو کوي چې د هیواد له ګوټ ګوټ څخه مستعد کسان راپیدا او په لوبو کې چانس ورکړي.

4 months ago

.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۲۳
Background image

دو تن از رؤسای وزارت فواید عامه تغییر و تبدیل شدند

بر اساس پیشنهاد وزارت فواید عامه ا.ا.ا و حکم شماره (۴۵۴۱) مورخ (۱۴۴۷/۶/۲۹) مقام عالی ریاست‌الوزرا، محترم انجنیر عبدالواسع صابری که قبلا به حیث رئیس مصونیت و حفاظت حریم سرک‌های وزارت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۳:۵۷
Background image

کار اعمار پل دوم کمپنی مسیر شاهراه کابل – کندهار تکمیل شد

کار اعمار پل دوم کمپنی در امتداد لین دوم شاهراه کابل–غزنی (مسیر شاهراه کابل–کندهار) از سوی وزارت فواید عامه ا.ا.ا، به ارزش ۶۰ میلیون افغانی تکمیل گردیده و در حضور محترم الحاج مولوی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۱:۳۹
Background image

کار بازسازی پلان‌شده سال روان شاهراه سالنگ ها تکمیل گردید

شاهراه سالنگ یکی از مهم‌ترین و اساسی‌ترین شاهراه‌های ترانزیتی افغانستان به‌شمار می‌رود که پایتخت کشور را به ولایت‌های شمالی و شمال شرقی وصل میسازد.

این شاهراه بزرگ ترانزیتی از طریق. . .

BACK TO NEWS