د ټولګټو وزارت نوي رهبري د دې وزارت له رئیسانو او یو شمیر کارکوونکو سره وکتل  

Anonymous (not verified)
شنبه ۱۴۰۰/۵/۳۰ - ۱۴:۱۲
د ټولګټو وزارت نوي رهبري د دې وزارت له رئیسانو او یو شمیر کارکوونکو سره وکتل   

د ټولګټو وزارت نوي رهبرې چې د افغانستان اسلامي امارت له لوري ټاکل شوي، نن شنبې ورځ یې د ټولګټو وزارت او اوسپنې پټلۍ ادارې له رییسانو، آمرینو او ګڼو کارکوونکو سره یې تعارفي ناسته وکړه.

په دې ناسته کې چي د افغانستان اسلامي امارت د ټولګټو وزارت سرپرست مولوي بخت الرحمن شرافت او د هغه مرستیالانو مولوي محمد قاسم فرید او مولوي مصطفی ګډون کړی وو.

د ټولګټو وزارت سرپرست مولوي بخت الرحمن شرافت د افغانستان د اسلامي امارت د بریا مبارکې د افغانستان ټول ولس ته وویله او زیاته یې کړه چې د افغانستان اسلامي امارت رهبري د هیواد بیارغوني ته ژمن دی او په ټول توان سره به د هیواد د لویو سړکونو، پلونو او پُلګوټو په رغونه او بیارغونه کې هڅې وکړي.

ښاغلي شرافت د دې وزارت ټولو کارکوونکو ته ډاډ ورکړ چې پرته له کومې ویرې او ډار څخه دي خپلو دندو ته ادامه ورکړي او د هیڅ کارکوونکې حقوق به نه ضایعه کیږي.

هغه همداراز زیاته کړه چې د دي وزارت ټول تخنیکي کارکونکي زموږ سترګې دي او له دې تخنیکي ټیم څخه به د هیواد د سړکونو په بیارغونه کې ګټه اخیستل کیږي، همدارنګه یې زیاته کړه چې دا مهال کابل – کندهار لویه لار له زابل څخه تر میدان وردګو ولایت پورې د سړک هغه برخې چې ویجاړې شوي وې او خلک یې د تګ راتګ پرمهال له ګڼو ستونزو سره مخ کړي وو اوس مهال یې د بیارغونې کار پیل شوی.

ورپسې د ټولګټو وزات مرستیالانو مولوي صاحب محمد قاسم فرید او مولوي صاحب مصطفی د خپلو خبرو پرمهال د افغانستان اسلامي امارت د بریا د مبارکي تر څنګ وویل چې د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه د هیواد د ترانسپورتي زیربیناو د بیارغونې لپاره ټینګه اراده لري او هڅه کوي چې هیوادوالو ته ترانسپورتي اسانتیاو رامنځته کړي.

د غونډې په پای کې د اوسپني پټلۍ ادارې تخنیکې مرستیال او د ټولګټو وزارت یو شمیر رئیسانو په خپل وار سره خبرې وکړي او ټولګټو وزارت نوي رهبري ته یې د ښه راغلاست تر څنګ د دې وزارت اړوند ستونزې او وړاندیزونه شریک کړ او د افغانستان اسلامي امارت سره یې د ګډ کار ژمنه وکړه.

 

7 months ago

.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۱:۴۲
Background image

در هفته گذشته از طریق خط آهن وزارت فواید عامه۱۶۹۵۶۵ متریک تُن انتقالات صورت گرفته است

در هفته گذشته از تاریخ (۲۲  الی  ۲۸حوت، سال ۱۴۰۴ هـ.ش.) از طریق خطوط آهن وزارت فوایدعامه افغانستان ۱۶۹۵۶۵  متریک تُن انتقالات صورت گرفته است.

در این میان از طریق بندر حیرتان ۱۰۸۰۸۶ تُن. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۲:۲۴
Background image

کار بازسازی طبقه دوم ۶۱.۲ کیلومتر سرک فراه – فراه‌رود جریان دارد

از سوی وزارت فواید ا.ا.ا، کار اسفالت طبقه دوم ۶۱.۲ کیلومتر سرک فراه – فراه ‌رود به ارزش بیش از ۳۹۵ میلیون افغانی در ولایت فراه جریان دارد.

این سرک از منطقه ریگی ولایت فراه آغاز شده و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۹:۱۳
Background image

وزیر فواید عامه به ولایت لوگر سفر کرد

محترم الحاج ملا محمد عیسی ثانی، وزیر فواید عامه، امروز شنبه در سومین روز عید به ولایت لوگر سفر کرده و از جریان کارهای ساختمانی شماری از پروژه‌ها بازدید به‌عمل آورد.

وی در جریان این سفر. . .

BACK TO NEWS