د لوړ تناژ بار وړونکو وسايطو د کنترول په موخه د ټولګټو وزارت اعلامیه!
په هېواد کې شته سړکونه او لویې لارې ملي شتمنې ده، چې په لوړ لګښت سره ترمیم او رغول شوې دي، چې ساتنه او څارنه یې د ټولو هېوادوالو دیني وجیبه او ملي مسؤولیت دی.
ټولګټو وزارت په هېواد کې د شته سړکونو او لویو لارو د ساتنې او څارنې په پار، ټولو درنو هېوادوالو او د ولوړ تناژ بار وړونکو لېږدونکو وسایطو چلونکو ته خبر ورکوي؛ چې د مؤلدې کمپنۍ او د دغه وزارت له ټاکلي معیار او ندازې څخه د ډېر بار لېږدولو ته اجازه نه ورکول کېږي؛ چې د تخلف په صورت کې یې، باروړونکي واسیطه د اوږدې مودې لپاره توقف کېږي او د سړک خسارې د جبران په موخه عدلي او قضایې اورګانونو ته هم ور پېژندل کېږي.
