په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۹۷۵۲۲) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

kalim_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۳ - ۱۲:۱۹
په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۹۷۵۲۲) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د ميزان له ۴مې څخه تر ۱۰مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۹۷۵۲۲) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۷۳۸۲۵) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۲۰۴۲) ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې (۱۵۰۶۷) ټنه او د خواف–هرات له لارې (۶۵۸۸) ټنه انتقالات ترسره شوي، چې ټولټال (۹۷۵۲۲) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تیره اوونۍ کې (۳۲۷) ټنه صادرات شوي، چې لويه برخه یې وچه مېوه او د آنارو جوس دي.

هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي او د ملي عوايدو د زياتوالي په موخه د ريل پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د لیږد-رالیږد بهیر روان او چټک وساتي.

1 year ago

.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۴
Background image

کار آسفالت ریزی بخش چهارم لین دوم سرک کابل - غزنی به طول ۲۲.۳ کیلومتر آغاز شد

کار اعمار اساسی لات چهارم لین دوم سرک کابل – غزنی به طول ۲۲.۳کیلومتر میان وزارت فوایدعامه و سکتور خصوصی قرارداد شده بود که کار آسفالت طبقه اول آن تا کیلومتر ۸.۳ تکمیل و در حال حاضر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۱۸
Background image

پروژه نصب گاردریل‌ها در مسیر سرک ولسوالی شهرستان ولایت دایکندی آغاز شد

پروژه نصب گاردریل‌ها ( کتاره های حفاظتی) در کنار سرک از ساحه کهنه ده نیلی الی بازار بند برلان ولسوالی شهرستان ولایت دایکندی، به طول ۹۶۰متر و به ارزش ۵میلیون و ۹۲۰هزار افغانی، از سوی. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۹:۲۵
Background image

وزیر محترم فواید عامه از جریان کار اعمار سرک چک – دایمیرداد بازدید نمود

محترم الحاج ملا محمد عیسی ثانی، وزیر فواید عامه ا.ا.ا، در حالیکه شماری از روئسای تخنیکی وزارت وی همراهی می کرد به ولایت میدان وردک سفر نمود و از جریان کار اعمار سرک چک – دایمیرداد. . .

BACK TO NEWS