د سالنګونو لويې لارې د دريمې برخې د اساسي بیارغونې کار پیل شو

media_admin
Sat, Oct 28 2023 12:07 PM
د سالنګونو لويې لارې د دريمې برخې د اساسي بیارغونې کار پیل شو

د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، پروان او بغلان ولایتونو ته د خپل سفر په ترڅ کې؛ د سالنګونو لويې لارې د دريمې برخې د اساسي بیارغونې چارې، د بغلان ولایت د والي د مرستيال محترم مولوي حمدالله مبارک، د سالنګونو دساتنې اوڅارنې رئیس، د خنجان او دوشي ولسواليو د محترمو ولسوالانو، د پروژي تخنيکي مسؤل، د قراردادي شرکت مسؤلانو او يو شمېر سېمه ایزو مسؤلینو په شتون کې پيل شوې.

د سړک دغه برخه دخنجان ولسوالۍ څخه پیل تر دوشي ولسوالۍ پورې ۲۱.۳ کيلومتره اوږدوالی، ۷ متره پلنوالی او ۳ متره شولډرونه( د سړک غاړې) لري، چې په اوږدو کې يې مصنوعي ساختمانونه، د ځینو پلونو او پلګوټو ترمیم، د سړک غاړې کانکريټي لښتي او استنادي ديوالونو د ترميم او بیا رغونې کار پکې شامل دی، د اساسي بیارغونې کار يې د ټولګټو وزارت لخوا له ميرودان او قادر کاروان ودانیز او سړک جوړونې شرکتونو سره  قرار داد شوی.

د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر په دغه سفر کې د سالنګونو لويې لارې د تونل او ۱۶ ګالرۍ له رغنیزو چارو څخه هم ليدنه وکړه، د پروژې او قرار دادي شرکت مسؤلانو ته يې د کار په چټکتيا، غوره کيفيت او په ټاکلي وخت د کار د بشپړولو په هکله لازمې لارښوونې وکړې.

د يادونې وړ ده، چې د دغې لويې لارې د اساسي رغونې د کار  په بشپړيدو سره به د د هېواد شمالي ولايتونو ته د تجارتي توکو په انتقال او د مسافراینو په تګ راتګه کې د پام وړ اسانتياوې رامنځته شي. 
 

.

11 months 4 weeks ago

.

Latest news

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS