د سالنګونو لويې لارې د دريمې برخې د اساسي بیارغونې کار پیل شو
د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، پروان او بغلان ولایتونو ته د خپل سفر په ترڅ کې؛ د سالنګونو لويې لارې د دريمې برخې د اساسي بیارغونې چارې، د بغلان ولایت د والي د مرستيال محترم مولوي حمدالله مبارک، د سالنګونو دساتنې اوڅارنې رئیس، د خنجان او دوشي ولسواليو د محترمو ولسوالانو، د پروژي تخنيکي مسؤل، د قراردادي شرکت مسؤلانو او يو شمېر سېمه ایزو مسؤلینو په شتون کې پيل شوې.
د سړک دغه برخه دخنجان ولسوالۍ څخه پیل تر دوشي ولسوالۍ پورې ۲۱.۳ کيلومتره اوږدوالی، ۷ متره پلنوالی او ۳ متره شولډرونه( د سړک غاړې) لري، چې په اوږدو کې يې مصنوعي ساختمانونه، د ځینو پلونو او پلګوټو ترمیم، د سړک غاړې کانکريټي لښتي او استنادي ديوالونو د ترميم او بیا رغونې کار پکې شامل دی، د اساسي بیارغونې کار يې د ټولګټو وزارت لخوا له ميرودان او قادر کاروان ودانیز او سړک جوړونې شرکتونو سره قرار داد شوی.
د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر په دغه سفر کې د سالنګونو لويې لارې د تونل او ۱۶ ګالرۍ له رغنیزو چارو څخه هم ليدنه وکړه، د پروژې او قرار دادي شرکت مسؤلانو ته يې د کار په چټکتيا، غوره کيفيت او په ټاکلي وخت د کار د بشپړولو په هکله لازمې لارښوونې وکړې.
د يادونې وړ ده، چې د دغې لويې لارې د اساسي رغونې د کار په بشپړيدو سره به د د هېواد شمالي ولايتونو ته د تجارتي توکو په انتقال او د مسافراینو په تګ راتګه کې د پام وړ اسانتياوې رامنځته شي.