د هېواد د یو شمېر لویو لارو او سړکونو وضعیت
سالنګونه: نن ورځ په سالنګونو کې هوا ورېځ ده، په جنوبي سالنګ کې د باران او په شمالي سالنګ کې د واورې اورښت اټکل شوی دی او تونل ته څیرمه د واورې کمزوری اورښت جریان لري، دا مهال مسافر وړونکي وسایط د دواړو لورو او بار وړونکي وسایط له جنوب څخه شمال لوري ته تګ کولای شي. دغه راز د ټولګټو وزارت د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست پرسونل لخوا د یادې لویې لارې په بیلا بیلو برخو کې د واورې پاکولو ترڅتنګ د مالګې او خاورې شیندل هم جریان لري.
پروان: د پروان – بامیان مسیر د غوربند اړوند څو ولسوالیو کې سیلابونه راوتلي چې د یاد ولایت دټولګټو ریاست پرسونل په هڅو پاک کاری او د ترافیکو تګ راتګ په عادي ډول جریان لري.
نورستان : په یاد ولایت کی آسمان وریځ دی، د چتراس په سیمه کې د کنړ – نورستان په مسیر، ستاپ، مندې سیمه او د نورګرام – مندول په مسیر د سنګ پل په سمیه کې غر ښویدنه او سیلابونه راوتلي چې د یاد ولایت د تولګټو ریاست ماشینرۍ او پرسونل پر مټ یې د رسوبي موادو څخه پاک کاري شوي دي.
کاپیسا : په یاد ولايت کې د باران او سيلابونو په ترڅ کې د ګلبهار – سروبي لاره چې درسوبي موادو له امله بنده شوې وه پاک کاري او تخریب شوې سیمې د یاد ولایت د ټولګټو ریاست د پرسونل او ماشینرۍ په واسطه پرکاري او ورغول شوې.
ارزګان: د بارانونو او سیلابونو له امله ؛ د خاص اروزګان – چنارتو سړک یوه برخه تخریب شوې او همدا راز د(خاص ارزګان ) سړک پر مسیر د یو پل ځینی برخې ویجاړې شوې دي چې د بیا جوړولو هڅې یې روانې دي.
د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني ټولو ولایتي ریسانو او ټیمونو ته لارښونه کړي، تر څو د سیلابونو پروخ بشپړ چمتو والی ولري او د لویو لارو او سړکونو د خلاصون او پاکولو په موخه له شته امکاناتو څخه په استفادې سره خپلو ګرانو هیوادوالو ته د لارو جوړولو په برخه کې ترانسپورتي آسانتیاوې برابرې کړي.