د ټولګټو وزارت سرپرست د سالنګونو لویې لارې له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه:

media_admin
شنبه ۱۴۰۲/۵/۲۱ - ۱۵:۵۶
د ټولګټو وزارت سرپرست د سالنګونو لویې لارې له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه:

د ټولګټو وزارت سرپرست محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، چې یو تخنیکي ټیم یې ملتیا کوله؛ د سالنګونو لویې لارې د رغنیزو چارو څخه له نږدې لیدنه وکړه. دیاد وزارت سرپرست په دغه سفر کې د ۱۶ مې؛ ګالرۍ له کاری بهیر، د تونل له رغنیزو چارو او په دغه مسیر کې د سالنګونو د ساتنې او څارنې او د قرار دادي شرکتونو له کرش پلانټونو، کانکریټ پلانټ او د ساختماني مواد له تولید څخه لیدنه وکړه. د ټولگټو وزارت سرپرست په دې سفر کې د سالنګونو ریاست مسؤولینو او د شرکت له مسؤلینو سره څو ګډې ناستې ترسره کړې، چې په دغو ناستو کې د یاد وزارت سرپرست اړوندو مسؤولینو ته د پروژو د کار د چټکتیا، غوره کیفیت او د پلان مطابق د دغې پروژې د کار د بشپړولو په موخه لازمې لارښوونې وکړې او زیاته یې کړه: د سالنګونو لویه لار چې د هیواد یوه له صعب العبور لویو لاروڅخه ده او د کار د ترسره کولو موده یې لنډه ده، نو د ژمې موسم له را رسېدو مخکې باید د دغې پروژې د پلان شویو برخو کار بشپړ شي. د سیمې خلک او مسافران د سالنګونو لویې لارې د کاري بهیر په پیلېدو خوښ دي او د ټولګټو وزارت څخه د پروژې د کار د څارنې اوغوره کیفیت غوښتنه کوي. د سالنګونو لویه لار؛ یوه مهمه ټرانزیټي او اقتصادي لویه لار ده، چې د هېواد په ۹ شمالي ولایتونو سربېره څلور لوی سوداګریز بندرونه له مرکز کابل سره وصلوي، همدارنګه د یادونې وړ ده، چې د یادې پروژې د کار په جریان کې زیات شمېر کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

...

3 میاشتې 4 اونی ago

...

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۱:۲۲
Background image

په بدخشان ولایت کې د ٢٦ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د ٦٠٣ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې دي

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د بدخشان ولایت د اوسېدونکو د ترانسپورتي ستونزو د حل په موخه په یاد ولایت کې د ٢٦ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د ٦٠٣ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې دي.

یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۲:۱۹
Background image

د سالنګونو پر لویه لار د یو ۵۸۰ موټر د چپه کیدو له امله یوشمېر هېواد وال شهیدان او ټپیان شوي دي

تیره شپه ۲:۰۰ بجې د سالنګونو لویې لارې اړوند د شمالي سالنګ په شاول سیمه کې یو ۵۸۰ ډوله موټر، چې له شمال له خوا جنوب لوري ته پر لاره وو د موټرچلوونکي د بې احتیاطۍ له امله له اصلي مسیر. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۴:۵۸
Background image

د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې مرستیال د کابل – جلال‌آباد دویم لاین سړک له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې مرستیال، محترم الحاج معاون ملا عبدالجبار، د هېواد ختیځو ولایتونو ته د سفر پر مهال د یو تخنیکي پلاوي په ملتیا د کابل – جلال‌آباد دویم. . .

BACK TO NEWS