د ټولګټو وزارت محترم وزیر د ایران هېواد د سړکونو او ښارجوړنې وزارت د پلان جوړونې او سرچینو مدیریت له مرستیال سره وکتل
د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني د ایران اسلامي جمهوریت د سړکونو او ښار جوړونې وزارت د پلان جوړونې او سرچینو مدیریت مرستیال، محترم سید عبدالله ارجایي سره په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې و کتل چې د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین محترم الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي، په کابل کې د ایران سفیر محترم علي رضا بیکدلي او د دواړو خواوو تخنیکي ټیمونو هم شتون درلود او دواړو لورو په یو شمېر مهمو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
په یاده لیدنه کې لومړی د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني، محترم سید عبدالله ارجایي او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ د یاد هېواد له دوامداره اقتصادي او سوداګریزو همکاریو څخه مننه وکړه.
په دې ناسته کې د میل ۷۸ ابو النصر فراهي دویمې برخې ۵۳ کیلومتره سړک په اړه خبرې اترې وشوې، ایراني پلاوي ډاډ ورکړ چې د یاد سړک رغنیزې چارې به په نږدې راتلونکي کې بشپړې شي، همدارنګه یاد پلاوي ډاډ ورکړ چې د یاد سړک د لومړۍ برخې ۶۴ کیلومتره سړک رغنیزې چارې چې پخوا ترسره شوې دي هم ترمیم کړي.
د لیدنې په لړ کې د اوسپنیزې لارې د پراختیا او د انتقالاتو د زیاتوالي په اړه خبرې اترې وشوې او همدارنګه د میلک دویم پل د جوړولو د تفاهملیک په اړه هم بحث وشو. د یاد پل د جوړولو په تړاو د دواړو لورو تخنیکي ټیمونه اوس مهال پر اړوندو تخنیکي موضوعاتو کار کوي او د تفاهملیک له لاسلیک وروسته به یې عملي چارې پیل شي.
ورپسې، ایراني پلاوي وویل چې ایراني شرکتونه لېوالتیا لري چې د افغانستان د زېربنایي پروژو په برخه کې پانګونه وکړي. د ټولګټو وزارت محترم وزیر هم ډاډ ورکړ چې ایراني پانګوال کولی شي د ا.ا.ا د پالیسۍ له مخې د افغانستان د زېربنایي پروژو په برخه کې پانګونه وکړي.
په پای کې دواړو لورو د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر پراختیا او د زېربنایي پروژو په برخه کې پر دوه اړخیزو همکاریو ټینګار وکړ.
