د ټولګټو وزارت تخنيکي مرستيال د کابل – جلال آباد لویې لارې دویم لین سړک له کاري بهیر او له اړونده ټولپلازاوو څخه لیدنه وکړه

media_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۴ - ۹:۳۷
د ټولګټو وزارت تخنيکي مرستيال د کابل – جلال آباد لویې لارې دویم لین سړک له کاري بهیر او له اړونده ټولپلازاوو څخه لیدنه وکړه

د ټولګټو وزارت تخنيکي مرستيال محترم الحاج مولوي عبدالکريم فاتح ننګرهار ولایت ته د سفر په ترڅ کې د کابل – جلال آباد لویې لارې د دويم لین سړک له کاري بهیر او له اړونده ټولپلازاوو څخه په داسې حال کې لیدنه وکړه چې د ننگرهار ولایت د ټولګټو رئيس محترم مولوي احمد احمدي يې هم ملتيا کوله.

د ياد وزارت تخنيکي مرستيال د سړک د دغې برخې څخه د لیدنې په ترڅ کې، د قراردادي شرکتونو مسوولينو، تخنیکي ټیمونو او انجنیرانو ته د کار د غوره کيفيت، چټکیا او په ټاکلي وخت د بشپړېدو په اړه لازمې لارښوونې وکړې.

د یادونې وړ ده، چې د ټولګټو وزارت د کابل – جلال آباد لویې لارې اړوند د دویم لین سړک چې شاوخوا ۱۴۷ کیلومتره اوږدوالی لري، د لومړي  سکشن ۲۲ کيلومتره سړک د رغونې کار یې څه موده وړاندې له خصوصي سکټور سره د تړون له مخې پیل کړی او مالي لګښت یې د ټولپلازا له محصول څخه ورکول کیږي.

همدارنګه، نوموړي د يادې لویې لارې له اړوندو ټولپلازاوو څخه د ليدنې ترڅنګ د يادو ټولپلازاوو کار کوونکو ته د ستونزو د حل په موخه لار ښوونه وکړه، چې له درنو هېوادوالو او موټر چلوونکو سره له ښو اخلاقو څخه کار واخلي او د عوايدو راټولولو په برخه کې امانت داري وکړي؛ تر څو هېوادوال ډاډ ترلاسه کړي، چې پيسې يې د ياد سړک په اساسي رغونه لګول کېږي.
 

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۳:۵۲
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر د غزني، پکتیکا او پکتیا ولایتونو له یو شمېر ترکار لاندې پروژو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني، چې د یاد وزارت یو شمېر تخنیکي رئیسانو او د پکتیا او پکتیکا ولایتونو د ټولګټو رئیسانو یې ملتیا کوله تیره پنج شنبه او جمعه ورځ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۲:۱۸
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر د ایران هېواد د سړکونو او ښارجوړنې وزارت د پلان جوړونې او سرچینو مدیریت له مرستیال سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني د ایران اسلامي جمهوریت د سړکونو او ښار جوړونې وزارت د پلان جوړونې او سرچینو مدیریت مرستیال، محترم سید عبدالله ارجایي سره په خپل کاري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۴
Background image

د کابل – غزني دویم لین سړک د څلورم لاټ د ۲۲.۳ کیلومتره برخې د اسفالت د دویمې طبقې چارې پیل شوې

د کابل – غزني دویم لین سړک د څلورم لاټ ۲۲.۳ کیلومتره برخې د اساسي رغونې چارې د ټولګټو وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ قرارداد شوې وې، چې د یادې برخې د اسفالت د لومړۍ طبقې چارې تر ٨.٣. . .

BACK TO NEWS