د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر د کندهار ولايت تر کار لاندې پروژو څخه ليدنه وکړه 

kalim_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۶ - ۱۴:۳۷
د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر د کندهار ولايت تر کار لاندې پروژو څخه ليدنه وکړه 

 د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني کندهار ولايت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د ياد ولايت تر کار لاندې او نويو پيل کيدونکو پروژو څخه په داسې حال کې ليدنه وکړه چې د کندهار زون د پروژو تخنيکي مسؤول انجنير شېر حسن خوشيوال او يو شمېر نورو مسؤولينو هم شتون درلود.

د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر په دغه سفرکې، د کندهار - ارزګان( جنوب - شمال دهليز) سړک، د ۱۶۰ متره په اوږدوالي د ميوند ولسوالۍ سرکاري باغ پل چې رغنيزې چارې يې ۸۰ سلنه بشپړې شوې دي، د کندهار - سپين بولدک دويم لين سړک او د خاکريز - کندهار سړک له رغنیزو چارو څخه ليدنه وکړه، د پروژو تخنيکي ټيمونو او مسؤولينو ته یې د کار د غوره کيفيت او چټکتيا په هکله لازمې لارښوونې وکړې.


همدارنګه په دغه سفرکې د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني د خلکو د ستونزو د هوارولو په موخه؛ د کندهار ولايت د ټولګټو رياست کارکوونکو ته لارښوونه وکړه، تر څو د ۱۵ کيلومتره په اوږدوالي سره د ميوند ولسوالۍ جغلي سړک، د بند تيمور سړک، د شورابک، بولدک اسفالټي سړک شولډرونه او د شاه ولي کوټ - ترينکوټ سړک په ۱۴۰۴ ه ش کال کې ترمیم او و رغوي.

دغه راز د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر په دغه سفرکې؛ د قراردادي شرکتونو تخنيکي ټيمونو او مسؤولينو ته لارښوونه وکړه، چې د پروژو کار ژر ترژره بشپړ او هرڅه چې په توان کې لري د ستونزو د هوارولو په موخه ترسره کړي.

...

7 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۲:۲۴
Background image

د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د دویمې طبقې د بیا رغونې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په فراه ولایت کې د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د دویمې طبقې اسفالټ چارې د څه باندې ۳۹۵ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري.

دغه سړک د فراه ولایت له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۹:۱۳
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر لوګر ولایت ته سفر وکړ

 

د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني نن د اختر په درېیمه ورځ د لوګر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د یو شمېر پروژو له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه.

نوموړي د یاد سفر په ترڅ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۹:۱۴
Background image

په تېره اوونۍ کې د ټولګټو وزارت داوسپنې پټلۍ له لارې 178421مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د کب/حوت میاشتې له ۱۵مې نېټې څخه تر ۲۱مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې 178421  مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې. . .

BACK TO NEWS