داوطلبۍ ته د بیا ځلې بلنې د ورکړې خبرتیا - د بلخ ولایت د ټولګټو ریاست پخوانۍ اداري ودانۍ (۲ جریبه او ۴ بسوې) ځمکې د بیا ځلې اجارې ورکولو خبرتیا
Publish Date
Closing Date
ټولو محترمو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي، چې ټولګټو وزارت په پام کې لري؛ ترڅو د بلخ ولایت د ټولګټو ریاست د پخوانۍ اداري ودانۍ (۲ جریبه او ۴ بسوې) ځمکه، چې د بلخ دروازې په سیمه کې موقعیت لري بیا ځلې په اجاره ورکړي.
له ټولو حقیقي اوحکمي اشخاصو څخه چې په دې برخه کې د پانګونې لېوالتیا لري په درنښت بلنه ورکول کېږي؛ تر څو خپلې اقتصادي او د تطبیق وړ طرحې د یادې ځمکې پر سر د بېلابېلو تأسیساتو لکه: (تجارتي، صنعتي، خدماتي او نورو) د جوړولو په موخه ترتیب او د(۱۴۰۵/۵/۱۹ ) نېټه، د دوشنبې ورځ، د سهار په (۱۰) بجو د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې په صدارت څلورلارې کې، د کورنیو چارو وزارت پخوانۍ ودانۍ، د ملي احصایې او معلوماتو ادارې ترڅنګ موقعیت لري، د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.
که ګډونوال د استازي له لارې ګډون کوي، نو اړ دي چې رسمي مکتوب/ خط هم له خپلې طرحې سره ضمیمه کړي.
وړاندې شوې طرحې باید لاندې موارد ولري:
۱- د ځمکې د کارونې موخه په روښانه ډول تشریح شي.
۲- د وړاندیز شویو تأسیساتو لومړنۍ طرحه، له نقشې او پلان سره.
۳- اقتصادي تحلیل او د لګښتونو لومړنی اټکل.
۴- د پروژې د پلي کولو مهالویش.
۵- د طرحې احتمالي اقتصادي او ټولنیزې ګټې.
۶- د اجارې موده: داوطلب باید د ځمکې د اجارې غوښتل شوې موده د کلونو او میاشتو په ډول مشخص کړي.
۷- د میاشتنۍ کرایې اندازه: داوطلب باید د میاشتنۍ کرایې وړاندیز په څرګند او واضح ډول وړاندې کړي.
د طرحو د سپارلو او پرانیستلو وروستۍ نېټه: ۱۴۰۵/۵/۱۹ ، د سهار ۱۰ بجې
د اجراء تضمین: د ګټونکي داوطلب له خوا د یو کال کرایې معادل تضمین د بانک ګرنټي یا په نغدیه بڼه وړاندې کول.
د طرحو د سپارلو ځای: د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست د اجناسو آمریت
یادونه: که د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د زمري ۱۹مه نېټه د حکومت له لوري په ناڅاپي ډول عمومي رخصتي اعلان شي، نو د مزایدې او د طرحې د پرانیستلو پروسه به په راتلونکې کاري ورځ، په همدې خبرتیا په ټاکل شوي وخت او ځای کې ترسره کېږي.
