د سمنګان ولایت په چشمه صیاد سیمه کې د استنادي دېوالونو د جوړولو چارې پیل شوې

kalim_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۰:۳۹
د سمنګان ولایت په چشمه صیاد سیمه کې د استنادي دېوالونو د جوړولو چارې پیل شوې

د ټولګټو وزارت له لوري د سمنګان ولایت د خلم ولسوالۍ اړوند په چشمه صیاد سیمه کې د ۳۲۰ متره استنادي دېوالونو د جوړولو پروژه  له خصوصي سکټور سره د ۱۶ میلیونه او ۱۳۷ زره افغانیو په ارزښت قرارداد شوې، چې د سمنګان ولایت د ټولګټو رئیس محترم مولوي مطیع‌الله عابد، د ولایت مقام استازي محترم مولوي جان محمد، د قراردادي شرکت مسئولینو او د سیمې د اوسېدونکو په شتون کې رسماً پرانیستل شوه او چارې یې پیل شوې.

 په دغه پروژه کې د استنادي دېوالونو جوړول، د دېوالونو شاته برخې ډکول او د تخریب شویو برخو آسفالت پکې شامل دي. ټاکل شوې چې د پنځو میاشتو  په موده کې به بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د دې پروژې پلي کول د سړک د لا ډېر تخریب د مخنیوي، د طبیعي عواملو له امله د رامنځته کېدونکو زیانونو د مخنیوي او له دې مسیر څخه د هېوادوالو د اسانه او خوندي تګ راتګ په برخه کې مهم رول لري، همدارنګه د سوداګریزو توکو د لېږد او ترانسپورټي اسانتیاوو د زیاتوالي زمینه برابروي.

د ټولګټو وزارت د پراختیایي پروژو د پلي کولو ترڅنګ، د شته ترانسپورټي زیربناوو ساتنه، څارنه او ترمیم هم د خپلو کاري لومړیتوبونو څخه ګڼي او د دغو پروژو په پلي کولو سره د دې ملي شتمنیو د تخریب مخنیوی کوي.

...

۱ کال 2 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۰:۴۴
Background image

په پکتیکا ولایت کې د مرکز ښرنې – ارګون سړک د ترمیم او بیارغوونې چارې پیل شوې

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري په پکتیکا ولایت کې د مرکز ښرنې – ارګون پر مسیر له پي ار ټي څخه تر پیرکوتي پورې د ۵۰ کیلومتره سړک د ترمیم او بیارغوونې چارې د خصوصي سکټور سره د ۲۵ میلیونه او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۰:۳۹
Background image

د سمنګان ولایت په چشمه صیاد سیمه کې د استنادي دېوالونو د جوړولو چارې پیل شوې

د ټولګټو وزارت له لوري د سمنګان ولایت د خلم ولسوالۍ اړوند په چشمه صیاد سیمه کې د ۳۲۰ متره استنادي دېوالونو د جوړولو پروژه  له خصوصي سکټور سره د ۱۶ میلیونه او ۱۳۷ زره افغانیو په ارزښت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۵:۵
Background image

د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست رئیس او کارکوونکي د پایتخت ترانسپورتي ترمینل او مسافربري شرکتونو له لوري تقدیر شول

د سالنګونو د لویې لارې د ساتنې، څارنې او د هېوادوالو د خوندي تګ راتګ په برخه کې د نه ستړي کېدونکو هڅو او ارزښتناکو خدمتونو په پار، د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست رئیس الحاج فضل‌الربي. . .

BACK TO NEWS