د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال د اوسپنې پټلۍ د نړیوالې اتحاديې (UIC) په ۳۶مه سيمه ييزه غونډه کې ګډون وکړ

kalim_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۸:۳۹
د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال د اوسپنې پټلۍ د نړیوالې اتحاديې (UIC) په ۳۶مه سيمه ييزه غونډه کې ګډون وکړ

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال محترم الحاج مولوي محمد اسحاق صاحب زاده د دغه وزارت د یو تخنیکي ټیم په ملتیا د اوسپنې پټلۍ د نړیوالې اتحاديې (UIC) په ۳۶مه سيمه ييزه غونډه کې د ګډون په موخه د روان ميلادي کال د اکتوبر مياشتې په ۱۹مه  ترکیې هېواد ته سفر وکړ.

د یاد سفر موخه د اوسپنې پټلۍ د نړیوالې اتحاديې (UIC) په ۳۶مه سيمه ييزه غونډه کې د ګډون ترڅنګ د منځني ختیځ د سیمه ییز دفتر له لارې د بار د انتقالاتو د کاري ګروپ په نهمه غونډه کې ګډون او همدارنګه د افغانستان، ايران او ترکېې اوسپنې پټلۍ د لوړپوړو چارواکو د درې اړخيزو همکاريو په غونډو کې ګډون شامل دی.

د افغانستان، ایران او ترکیې هېوادونو درې اړخیزه غونډه د روان میلادي کال د اکتوبر میاشتې په ۲۲مه نېټه د اوسپنې پټلۍ د نړیوالې اتحاديې (UIC)  د ۳۶مې سيمه ييزې غونډې په څنډه کې ترسره شوه.

دغه ناسته چې د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د درې اړخیزو همکاریو د پراختیا په موخه ترسره شوې وه، چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د افغانستان، ایران او ترکیې هېوادونو د نښلولو پر اهمیت او سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد په تړاو خبرې اترې وشوې او د ترکیې هېواد مقاماتو وویل، چې په ټولیزه همکارۍ به وتوانیږو، چې د ترکیې او ایران اوسپنیزه کرښه به د افغانستان له لارې د چین هیواد سره و نښلول شي.

دغه راز په یاده ناسته کې درې واړو لورو هوکړه وکړه، چې د منځني ختيځ او اروپا د دریل پټلۍ شبکې نښلول د ختيځې اسيا سره، د خواف ـ هرات تر مزارشريف د اوسپنې پټلۍ د غځولو لار د ترانسپورت او ټرانزېټ لپاره تر ټولو مناسب لاره ده؛ داسې لاره چې کولای شي د موجوده نورو لارو په پرتله د درې واړو هېوادونو او سيمې د سوداګرۍ او ټرانزېټ لپاره د پام وړ جذابيت او امتیازات رامنځته کړي.

یادو هېوادونو موافقه وکړه، چې د هرات ـ مزارشريف د اوسپنې پټلۍ د رغولو طرحې په اړه له خپلو ګډو او هر اړخيزو همکاریو پيل وکړي او د ترکېې، ايران او افغانستان له مالي، تخنيکي او بشري سرچينو او ظرفيتونو څخه ګټه واخلي.

همدارنګه په دې ناسته کې د خواف ـ هرات د اوسپنې پټلۍ له لارې د سوادګریزو توکو د لېږد رالېږد د زياتوالي په اړه هم بحث وشو او د درې واړو هېوادونو مقاماتو د خواف ـ هرات د اوسپنې پټلۍ بشپړېدل او ګټې اخیستل، د ترکېې، ايران او افغانستان له لارې د اوسپنې پټلۍ د همکاریو د پراختيا لپاره يو مهم او د پام وړ فرصت وباله، او په ياد مسير د اسانتياوو د برابرولو او د انتقالاتو د حجم د زياتوالي په برخه کې یې خپله لیوالتیا او ژمنتيا څرګنده کړه.

د ناستې په پای کې د درې واړو هېوادونو ترمنځ د ګډو همکاریو صورت جلسه لاسلیک شوه.

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۳
Background image

د ټولګټو وزارت د پروژو د تضمین او کیفیت نوی رئیس معرفي شو

د ټولګتو وزارت د وړانديز او د ریاست الوزراء عالي مقام د (۲۵/۴/۱۴۴۸) نېټې د (۲۳۷۸) ګڼې حکم په بنسټ، محترم انجنیر محمد اکبر فایق، د ټولګټو وزارت د پروژو د تضمین او کیفیت د نوي رئیس په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۷
Background image

د شيخ ابونصر فراهي بندر د ۶۴ کيلو متره سړک د بيارغونې چارې پيل شوې

د ایران اسلامي جمهوریت له لورې د ټولګټو وزارت په همغږۍ په فراه کې پرون د میل ۷۸ (ابونصر فراهي) سړک د ۶۴ کيلو متره برخې د بيارغونې چارې د دغه ولایت د والي محترم  ملا محمد حافظ مجاهد، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۲۵
Background image

د بادغیس – هرات لویې لارې د سړک د فرش ترمیماتي چارې د څه باندې ۳۱.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري د بادغیس – هرات لویې لارې اړوند له قلعه نو څخه د بادغیس ولایت تر لامان بازار پورې د سړک د فرش د ترمیم او استنادي دېوالونو جوړولو چارې څه باندې ۳۱.۷ میلیونه. . .

BACK TO NEWS