د ټولګټو چارو وزير: د نن ماشوم د سبا رهبر دی

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۲ - ۱۵:۱۷
د ټولګټو چارو وزير: د نن ماشوم د سبا رهبر دی

د ماشومانو نړیواله ورځ نن د تولګټو وزارت په وړکتون کې ونمانځل شوه

د یادې ورځې په موخه د ټولګټو وزارت وزیر انجنیر نجیب الله یمین ټولو میندو، پلرونو، د کورنیو غړو او ټولو ماشومانو ته مبارکي وویله او هم یې د ماشومانو شتون او هغوی ته ارزښت ورکول مهم وبلل.

ښاغلي يمين د دې ورځې په مناسبت ماشومانو ته د يو شمير ډاليو تر څنګ د سيد جمال الدين افغان کتاب ډالۍ کړ له مېندو او پلرونو څخه يې وغوښتل چې خپلو ماشومانو ته د افغانستان ستر او تاريخي شخصيتونه ور وپيژنې او په داسې روحيه يې وروزې چې په راتلونکي کې د هغوی پر لار راوان شې.

د ټولګټو وزیر د خپلو خبرو پرمهال څرګنده کړه، چې د ماشومانو سالمه روزنه د هېواد غوره راتلونکی تضمینوي، چې باید ځانګړې پاملرنه ورته وشي.

نوموړي په همدې حال کې د وزارت اړوند وړکتون مسوولینو ته لارښوونه وکړه، څو د ماشومانو روغتیا، علم او روزنې ته تربل هرڅه وړاندې پام وکړي او هم یې په هېوادنۍ مینه وروزي، ترڅو له خپل تېر پېښلیک او مشاهیرو خبر شي.

د یادولو وړ ده، چې د ټولګټو وزارت په اډانه کې د ماشومانو لپاره منظم وړکتون شتون لري، چې پکې د استادانو له لوري ماشومانو ته دا مهال روزنه ورکول کېږي.

...

7 میاشتې 3 اونی ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۱:۵۹
Background image

په فاریاب ولایت کې د میمنې - فردوس ولسوالۍ د ۲۵ کیلومتره سړک د اساسي رغونې چارې روانې دي

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د فاریاب ولایت اړوند د میمنې – فردوس سړک د اساسي رغونې چارې له خصوصي سکټور سره قرارداد شوې دي، چې دا مهال عملاً جریان لري.

یاد سړک، د ۲۵ کیلومتره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۳:۵۵
Background image

د کندهار – سپین بولدک دویم لین سړک دویم لاټ رغنیزې چارې ۹۷ سلنه بشپړې شوې دي

د کندهار – سپین بولدک سړک د هېواد له مهمو او ترانزیټي مسیرونو څخه دی، چې د کندهار له مرکز څخه پیل د وېش بازار ترحدودو پورې رسیږي، د دغه سړک د دویم لین رغنیزې چارې له وړاندې پيل شوې وې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۹
Background image

د کابل – غزني لویې لارې د دویم لین څلورم لاټ ۲۲.۳ کیلومتره سړک رغنیزې چارې پیل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د کابل – غزني لویې لارې د دویم لین څلورم لاټ ۲۲.۳ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ قرارداد شوې دي، چې دا مهال یې  رغنیزې چارې. . .

BACK TO NEWS