په پکتیکا ولایت کې د شرنې – مټاخان – زرمت د ۳۸.۷ کیلومتره سړک د اسفالټ چارې د شاوخوا ۵۵ سلنه فزیکي پرمختګ سره روانې دي

kalim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۳:۰
په پکتیکا ولایت کې د شرنې – مټاخان – زرمت د ۳۸.۷ کیلومتره سړک د اسفالټ چارې د شاوخوا ۵۵ سلنه فزیکي پرمختګ سره روانې دي

په پکتیکا ولایت کې د شرنې – مټاخان او د پکتیا ولایت تر زرمت ولسوالۍ پورې د ۳۸.۷ کیلومتره سړک د اساسي رغونې چارې د نږدې یو میلیارد افغانیو په ارزښت د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ قرارداد شوې دي، چې دا مهال یې د ۵۵ سلنه فزیکي پرمختګ سره اسفالټ چارې روانې دي.

دغه سړک ټولټال ۱۱ متره پلنوالی لري، چې له دې ډلې ۱۰ متره یې په اسفالټ ډول رغول کېږي او دواړو خواوو ته یې نیم ـ نیم متر شولډرونه په پام کې نیول شوي دي. د یاد سړک په اوږدو کې د ۱۶۹ پایو پلګوټو، ۴۷۴ متره استنادي دېوالونو او ۲۲۴۰ متره سیخ‌ لرونکو کانکریټي ویالو د جوړولو چارې شاملې دي، چې له ډلې یې د ۱۵۶ پایو پلګوټو، ګڼ شمېر استنادي دېوالونو او ویالو رغنیزې چارې بشپړې شوې دي.

د یاد سړک د رغونې په جریان کې د سیمې یو شمېر ماهرو او غیر ماهرو کارګرانو ته د کار زمینه برابره شوې ده او په بشپړېدو سره به یې د شرنې، مټاخان او زرمت ولسوالیو ترمنځ د ترانسپورتي ستونزو د حل سربېره به د کرنیزو محصولاتو په لېږد رالېږد کې هم د پام وړ اسانتیاوې رامنځته شي.

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۳
Background image

د ټولګټو وزارت د پروژو د تضمین او کیفیت نوی رئیس معرفي شو

د ټولګتو وزارت د وړانديز او د ریاست الوزراء عالي مقام د (۲۵/۴/۱۴۴۸) نېټې د (۲۳۷۸) ګڼې حکم په بنسټ، محترم انجنیر محمد اکبر فایق، د ټولګټو وزارت د پروژو د تضمین او کیفیت د نوي رئیس په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۷
Background image

د شيخ ابونصر فراهي بندر د ۶۴ کيلو متره سړک د بيارغونې چارې پيل شوې

د ایران اسلامي جمهوریت له لورې د ټولګټو وزارت په همغږۍ په فراه کې پرون د میل ۷۸ (ابونصر فراهي) سړک د ۶۴ کيلو متره برخې د بيارغونې چارې د دغه ولایت د والي محترم  ملا محمد حافظ مجاهد، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۲۵
Background image

د بادغیس – هرات لویې لارې د سړک د فرش ترمیماتي چارې د څه باندې ۳۱.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري د بادغیس – هرات لویې لارې اړوند له قلعه نو څخه د بادغیس ولایت تر لامان بازار پورې د سړک د فرش د ترمیم او استنادي دېوالونو جوړولو چارې څه باندې ۳۱.۷ میلیونه. . .

BACK TO NEWS