LatestShow all
د تخار په چال ولسوالۍ کې ۷۲ متره پُل جوړ شو
د ټولګټو وزارت له لوري د تخار ولایت د چال ولسوالۍ په اسفنج کلي کې ۷۲ متره پل له ۳۸۰ متره جغلي سړک سره جوړ شو چې په نږدې ورځو کې به ګټې اخستنې ته وسپارل شي.
د یاد پُل رغنیز کار د ټولګټو. . .
له ګردېز تر تېرې کوتل پورې د سړک د ساتنې او څارنې چارې بشپړې شوې
ټولګټو وزارت هڅه کوي چې د سړکونو د ساتنې او څارنې برخه تل فعاله وساتي او له همدې کبله د پکتیا ولایت د ټولګټو ریاست له لوري د لوګر- پکتیا سړک ساتنه او څارنه وشوه چې پر مهال یې د دې سړک. . .
دایکندي: د رباط میرامور سړک ۵۲ سلنه کاري پرمختګ لري
دغه سړک چې ۱۲ کیلو متره اوږدوالی او ۸ متره پلنوالی لري د دایکندي له رباط بازار څخه پیل او د میرامور ولسوالۍ تر اسپلان سیمې پورې غځېدلی چې دا مهال یې رغنیزې چارې په بنسټیز ډول له ۵۲ سلنه. . .
د هرات ـ چشت شریف لومړي لاټ سړک رغنیزې چارې ۵۱ سلنه پرمختګ لري
د هرات - چشت شریف لومړی لاټ سړک ۳۵ کیلومتره اوږدوالی او د سړک دواړو خواوو ته د یو، یو متر اوږو په درلودلو سره ۱۲.۵ پلنوالی لري چې په اوږدو کې یې ۲۹۴۰ متره لښتي او ۶۰۰ متره استنادي. . .
د ټولګټو وزارت د رهبرۍ اصلاحات او جديت د پروژو د چټکتيا سبب شوي
د ټولګټو وزارت د رهبري له لوري د بنسټيزو اصلاحاتو د پروسې تطبيق او جديت د دې سبب شوي، چې د رغنيزو پروژو چارې د پخوا پر تله څو برابره ګړندۍ شي.
دا مهال په ټولیز ډول د ټولګټو وزارت له. . .
د کرکېټ بورډ اجراییه رییس د ټولګټو له وزیر سره وکتل
د ټولګټو وزیر انجنیر نجیب الله یمین د کرکېټ بورډ له اجراییه رییس ډاکټر حامد شینواري سره په لیدنه کې پر دوه اړخیزو همکاریو ټینګار وکړ.
په دې لیدنه کې د ټولګټو وزیر کرکېټ د هیوادوالو د. . .
د ګردېز ـ زرمت سړک د څلورمې برخې چارې ۲۰ سلنه کاري پرمختګ لري
د پکتیا ولایت له مرکز ګردېز څخه تر زرمت ولسوالۍ پورې ټولټال ۴۲ کیلو متره سړک د ټولګټو وزارت له خوا تر کار لاندې دي چې له ګردیز څخه د زرمت ولسوالۍ پر لورې تر لس کیلو متره پورې یوه پروژه،. . .
د چغچران ـ ګردندیوال سړک دویمه برخه په میدان وردګو ولایت کې ۷۱ سلنه کاري پرمختګ لري
د چغچران ـ ګردندیوال پروژې دویم لاټ سړک چې ۶۰ کیلومتره اوږدوالی او ۱۱ متره پلنوالی لري، اوس مهال یې رغنیزې چارې له ۷۱ سلنه کاري پرمختګ سره دوام لري.
د چغچران ګردندیوال پروژې دویمه برخه. . .
په سالنګ ولسوالۍ کې د کېبلي پله پر ځای اساسي پول جوړیږي
د پروان ولایت په سالنګ ولسوالۍ کې د هغه پله پر ځای اساسي پُل جوړیږي چې خلکو به په یوه کېبل پسې نښتې جالۍ کې ځانونه ځوړندول او تر سیند به پورې وتل.
ټولګټو وزارت دې ستونزې ته په کتو سره. . .