د ټولګټو وزارت سرپرست له ترکي ۷۷ ساختماني شرکت څخه لیدنه وکړه

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۶ - ۱۰:۱۳
د ټولګټو وزارت سرپرست له  ترکي ۷۷ ساختماني شرکت څخه لیدنه وکړه

د ټولګټو وزارت سرپرست محترم الحاج ملا محمدعیسی ثاني او او د دغه وزارت یو شمېر رئسانو، په افغانستان کې د ترکي ۷۷ ساختماني شرکت څخه لیدنه وکړه او دیاد شرکت له مسؤلینو سره یې وکتل.

په دغه لیدنه کې، لومړۍ په افغانستان کې د ترکي ۷۷ ساختماني شرکت مرستیال براق انسال، د ټولګټو وزارت سرپرست ته د ښه راغلاست ترڅنګ؛ د یاد شرکت د تولیداتو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او وه یې ویل؛ چې دغه شرکت په افغانستان کې د کانکریټي ګاډرو، کانکریټي پایې او د بیا رغونې اړوند نور کانکریټي توکي( عناصر) تولیدوي.
ورسته د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمدعیسی ثاني، په افغانستان کې د ترکیې ۷۷ ساختماني شرکت پر فعالیتونو خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه، دا یوازینی شرکت دی چې د ټولګتو وزارت  سره تل همکار پاته شوی او له دې وړاندې یې هم یو پل د تحفې په شکل رغولی دی.
د یادونې وړده، چې یاد شرکت له لوري په افغانستان کې دوه نور پلونه چې یو یې د تازی آباد پل د تحفې په ډول او بل یې د زاړه نورک پل دی، چې د قراداد په شکل رغول کیږي چې دا مهال یې چارې جریان لري.
د لیدنې په پای کې د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر، یاد ساختماني شرکت ته له خپل لوري څخه د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او د شرکت مسؤلینو ته یې وویل؛ چې په غوره کیفیت سره  دی کانکریټي ګاډر او نور ساختماني توکي تولید کړي؛ تر څو له دوی سره د دغه وزارت نورې پروژې په قانوني ډول  قرارداد شي.
 

...

۱ کال 2 میاشتې ago

...

...

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۲۲ - ۱۵:۱۴
Background image

ټولګټو وزارت د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح په پروګرام کې خپل کلنی راپو وړاندې کړ

ټولګټو وزارت د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام په لړ کې، نن ورځ دوشنبه د یاد وزارت د فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور د دغه وزارت د مسؤولینو له لوري د حکومت د طلاعاتو. . .

شنبه ۱۴۰۳/۵/۲۰ - ۱۱:۳۶
Background image

د حيرتان اړوند نايب آباد سټيشن ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

د حيرتان-مزارشريف د اوسپنيزې کرښې اړوند نايب آباد سټيشن (څلورم-پورټ) د افغانستان اسلامي امارت د لوړپوړو اقتصادي چارواکو او ازبيکستان هيواد د ريل پټلۍ چارواکو په شتون کې په بشپړ ډول فعال. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۴ - ۸:۵۳
Background image

د ټولګټو وزارت سرپرست وزير د کابل-کندهار لويې لارې له کاري بهير څخه ليدنه وکړه

د ټولګټو سرپرست وزير محترم الحاج ملا محمد عيسی ثاني کندهار ولايت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د کابل - کندهار لويې لارې د بېلا بېلو برخو له کاري بهير څخه ليدنه وکړه. 
دغه راز د ټولګټو. . .

BACK TO NEWS