د کابل - کندهار لویې لارې په اړه د ټولګټو وزارت خبرتيا

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۷ - ۹:۵۵
د کابل - کندهار لویې لارې په اړه د ټولګټو وزارت خبرتيا

لکه څنګه، چې ټولګټو وزارت، د کابل – کندهار لويې لارې اړوند د میدان وردګ ولایت د سیدآباد ولسوالۍ د شیخ آباد پل په سیمه کې د قیر اچونې کار پیل کړی دی او دا مهال عملاً جریان لري؛ نو په همدې اساس د ټرانسپورتي وسایطو د تنظيم، د ترافیکي ګڼې ګوڼې د مخنيوي او د پروژې د غوره تطبيق په موخه؛ ټولو درنو هېوادوالو او موټر چلوونکو ته خبر ورکول کیږي، چې د کابل – کندهار لويه لار د میدان وردګ ولایت د سیدآباد ولسوالۍ اړوند د شیخ آباد په سیمه کې د دوشنبې مازدیګر له ۵ بجو څخه د چهارشنبې مازدیګر تر ۵ بجو پورې (د ۱۴۰۳هـ ش کال د سرطان له ۱۸ مې نېټې څخه تر ۲۰ مې نیټې)  پورې؛ د دوو ورځو لپاره د باروړونکو او غټو مسافر وړونکو (580، 404، 303) وسايطو پرمخ تړل کیږي.
پورته ذکر شوي ټرانسپورټي وسایط کولای شي چې په دغه موده کې د کابل - لوګر لويې لارې له تنګي مسیر څخه په ګټه اخیستو تګ راتګ وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د کوچنیو مسافر وړونکو وسایطو لپاره د کابل له لوري بدیل مسیر شته؛ خو د غزني له لوري دې د کابل - لوګر لويې لارې له تنګي مسیر څخه تګ وکړي.

...

10 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۰:۴۸
Background image

د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په پروان ولایت کې د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ  ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د څه باندې ۶۴۱.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۸:۱۸
Background image

د غزني–ښرنې سړک د ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا په اړه د ټولګټو وزارت ټینګار

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، محترم الحاج معاون ملا عبدالجبار، د غزني–ښرنې سړک ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا او د کیفیت د ارزونې په موخه، د فردوس هېواد او راشد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۸:۴۰
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر محترم خواجه عوضوف سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او دواړو لورو د ګډو اقتصادي، سوداګریزو. . .

BACK TO NEWS