د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د سمنګان ولایت د درهصوف – مزارشریف سړک پر مسیر د چیچل پل د ترمیم پروژې قرارداد
Publish Date
Closing Date
په همدې وسیله د تدارکاتو د اصولو له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په پام کې لري؛ ترڅو د سمنګان ولایت د دره صوف – مزارشریف سړک پر مسیر د چیچل پل د ترمیم پروژه، چې د (MOPW/1405/W-071/NCB) تشخصیه نمبر لرونکې ده، د تدارکاتو اصولو له مخې د عالم حسیب لمیټډ ساختماني شرکت ته، چې د (D-31551) جواز شمېرې لرونکی او د کابل ښاراړوند کارته آریانا په سیمه کې موقعیت لري ، د قراردادونو د قانون له مخې چې قیمت یې 18600000افغانۍ دی په قرارداد ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو (5) تقویمي ورځو پورې خپل اعتراض په لیکلي ډول، له اړوندو دلایلو سره یوځای د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د ملالۍ واټ د کورنیو چارو پخواني وزارت پر سړک، د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې ترڅنګ موقعیت لري وسپاري.
دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنا نه ده، او د پورته یادې شوې مودې تر بشپړېدو او د راتلونکو قانوني اجراآتو تر بشپړېدو پورې به قرارداد نه لاسلیک کېږي.
