د بدخشان په یفتل پایین ولسوالۍ کې د سړک د بیارغونې چارې ۴۰ سلنه پرمختګ لري

Anonymous (not verified)
دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۷ - ۱۵:۴۳
د بدخشان په یفتل پایین ولسوالۍ کې د سړک د بیارغونې چارې ۴۰ سلنه پرمختګ لري

دا جغلي سړک چې ۸.۴۲ کیلومتره اوږدوالی لري، د بدخشان ولایت د یفتل ولسوالۍ په سریننګ کلي کې بیارغول کیږي، چې تر دې مهاله یې د جوړلو کار ۴۰ سلنه پرمختګ لري

د یاد سړک رغنیز کار د څه باندې ۲۹ میلیون افغانیو په ارزښت د ټولګټو وزارت او یوه خصوصي ودانیز شرکت تر منځ تړون شوی، چې مالي لګښت یې د هیواد له ملي بوديجې څخه ورکول کیږي

د دې پروژې د رغنیز کار پرمهال، د بدخشان ولایت د یفتل پایین ولسوالۍ اوسېدونکو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول ۵۴۱۰ کاري ورځي رامنځته شي، همدارنګه د دې سړک د رغنیز کار له بشپړیدو سره به، د هغو کلیو ترانسپورتي ستونزې راکمي شي چې سړک ته نږدې دي، او د اړوند کليو اوسېدونکې به د یاد سړک پرمټ د یفتل پايين ولسوالۍ له مرکز سره ونښلي

د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

2 years 3 months ago

.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۳۰ - ۱۲:۲۰
Background image

کار اسفالت طبقه سوم بخش چهارم شاهراه کابل – کندهار در مربوطات ولایت میدان وردک جریان دارد

بخش چهارم شاهراه کابل – کندهار ۳۷٫۶ کیلومتر طول دارد که از بازار ولسوالی سیدآباد آغاز تا حدود ولایت غزنی (منطقه قلعه عزیز) می‌رسد، کار بازسازی طبقات سب‌بیس، بیس‌کورس، ATB، بیندرکورس و. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۵:۵۷
Background image

وزیر فواید عامه از جریان کار اعمار سرک لین دوم شاهراه کابل – جلال‌آباد بازدید نمود

محترم الحاج محمد عیسی ثانی وزیر فوایدعامه از جریان کار اعمار بخش ۳۲ کیلومتر سرک  لین دوم شاهراه کابل جلال – آباد به ادامه سرک کانکریتی از طرف ولایت کابل، کرش پلانت ها و لابراتوار این. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۰ - ۱۰:۴۴
Background image

در یک هفته گذشته از طریق خط آهن ( ۱۰۳۲۶۳) متریک تُن انتقالات صورت گرفته است

در یک هفته گذشته از تاریخ ( ۱۰اسد الی۱۶ اسد سال ۱۴۰۴ هـ.ش.)  از طریق خطوط آهن وزارت فوایدعامه افغانستان (  ۱۰۳۲۶۳) متریک تُن انتقالات صورت گرفته است.

در این میان از طریق بندر حیرتان (. . .

BACK TO NEWS